1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د ممتاز قشر تېښته

۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

له نژدې ۳۰ کالو راهيسي په نړيواله توګه افغانان د کډوالو او پناه غوښتونکو تر ټولو لويه ډله وه. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي صرف تېر کال دغه ځای د سوريې پناه غوښتونکو ونيو.

https://p.dw.com/p/1FFSE
انځور: picture-alliance/dpa/F. Heyder

د افغانستان اوږدمهاله وسله والو لانجو تقريبا ۶ ميليونه افغانان دې ته اړ کړل چي خپل هيواد پرېږدي. د دوی يو شمېر يې په ۱۹۷۹م کال کي له افغانستان څخه تېښتي ته اړ سول، کله چي شوروي قواؤ پر افغانستان يرغل وکړ. تر هغه وروسته يو شمېر افغانان د کمونستي افغان رژيم، بيا د توپکيانو او بيا د طالبانو د واکمنۍ پر وخت و تېښتي ته مجبوره سول.

کله چي د ۲۰۰۱ مېلادي کال د سپتمبر مياشتي پر يولسمه نېټه د امريکا په متحدو ايالاتو کي ترهګر بريدونه تر سره سول، نو نړۍ وال ځواکونه افغانستان ته ورغلل. خو هغوی هم د افغانانو د هجرت کولو د لړۍ په بندولو ونه توانېدل.

د نخبه ګانو تېښته

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي افغانستان ته د افغان مهاجرينو د بېرتو راجلبولو پروګرامونو باوجوده اوس هم تقريبا ۲،۷ ميليونه افغانان تر خپل هيواد دباندي د مهاجرت شپې او ورځي سبا کوي. په خپله په افغانستان کي دننه هم تر ۶۸۳ زرو زيات انسانان بې ځایه او په خپل هيواد کي مهاجر دي.

د افغانستان څخه مهاجر سوي تقريباً۹۰ سلنه کسان په ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران کي ژوند کوي. په داسي حال کي چي د دوی اکثره برخه قانوني اسناد نه لري نو ورسره دايمي وېره موجوده وي چي بېرته به خپل هيواد ته ولېږدول سي.

هغه افغانان چي اړين وسايل، شناخت او پيسې لري هغوی د لوېديځ پر لور حرکت کوي. په دوی کي د لوړو زدکړو څښتنان، د بهرني ځواکونو پخواني همکاران، اداري چارواکي، ژورناليستان او بېلا بېل دولتي او حکومتي کارګران شامل دي. په دې توګه څوک ويلای سي چي د افغانستان نخبه ګان د تېښتي په حال کي دي.

د ناټو پخواني همکاران تر ګواښ لاندي

هغه افغانان چي غواړي خپل هيواد پرېږدي پکښي د ناټو د پخوانيو همکارانو ډله تر ټولو مشهوره ده. په دغو همکارانو کي ملکي کارګر او ژباړونکي شامل دي. خو د آلماني پوځ سره همکاري لرونکو افغانانو چي د ۲۰۱۴م کال تر اپريل مياشتي پوري د پناه غوښتني کومې عارضې وړاندي کړي وې، آلماني چارواکو يې و ۶۰ فيصدو ته منفي جواب ورکړی دی.

د وسله والو طالبانو په سترګو کي هغه کسان چي د آلمان له پوځ سره يې همکارۍ کړي وي، مجرمان او غداران دي. د بېلګي په توګه د آلمان پوځ يو پخوانی افغان ژباړونکی علي الله وايي چي يوه شپه د خپلي کورنۍ سره ناست وو چي ورته ټليفون راغلی.

هغه وايي چي د نامعلومي شمېرې څخه ورته په پښتو ژبه وويل سول چي «ته د خارجي کافرانو ترجماني او جاسوسي کوې. حال دا چي موږ ورسره په جګړه کي ښکېل يو. دا يو جنايت دی. ته دا موقع لرې چي زموږ سره همکاري وکړې او د آلمانيانو او حکومت پر ضد وجنګېږې.»

علي الله تر دغې پيښي وروسته له کور څخه وتښتېد خو يو بل همکار چي د ده په څېر يې د آلمانيانو سره کار کړی وو په خپل موټر کي زندۍ سوی وموندل سو.

مخ پر خرابېدونکې امنيتي وضعه

له افغانستان څخه د تېښتي له پاره دلايل او وجوهات زيات دي. په دغه هيواد کي وسله وال بريدونه او په غبرګون کي يې رامنځ ته سوي پوځي عمليات زيات سوي دي. په ۲۰۱۴م کال په دغو تاوتریخوالو کي ۴۰۰۰ ولسي کسان ووژل سول چي د مخکني کال د قربانيانو په پرتله ۲۰ فيصده زيات دي.

د اپريل مياشت په نيمايي کي چي کله په جلال آباد ښار کي ځانمرګی بريد وسو، نو د پخواني داعش يا IS ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه واخيسته. تر دغي پيښي يوه اونۍ وروسته طالبانو د خپلو پسرلينيو عملياتو د پېل اعلان وکړ.

دا په داسي حال کي چي په کابل کي يو کمزوری او په خپل منځ کي په لانجو اخته ائتلافي حکومت واکمن دی. داسي يو حکومت چي د يو کال په جريان کي حتی په دې ونه توانېد چي کابينه بشپړه کړي.

د بېلګي په توګه د دننيو لانجو له کبله دغه حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چي د دفاعي چارو له پاره وزير وټاکي. اشرف غني احمدزی چي پخوا د نړيوال بانک مامور وو، حتی اوس په خپله ورته جهاني بانک منفي ارزونه ورکړې ده. په داسي حال کي چي د افغانستان د اقتصادي ودي کچه د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۳م کلونو تر منځ تقريبا ۹سلنه وه، په ۲۰۱۴م کال دغه دوو سلنو ته راکښته سوه.

اختلاس، اداري فساد او خيشخوري هغه لوی ستونزي دي چي په افغانستان کي يې له کبله حق حقدار ته نه رسيږي. له همدې کبله له افغانستان څخه د دغه هيواد د لوړو زدکړو څښتنان او مسلکي کسان په تېښته دي. دغه تېښته به د افغانستان د پرمختګ په لار کي نور خنډونه هم جوړ او قوي کړي.