1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د مرستو په هکله اندېښنې

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مرداد ۶, دوشنبه

د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړی پلټونکی جان سوپکو، اندېښنه لري چې ښايي په دغه هيواد کي نوري زياتي مالې مرستي او پيسې ورکي شي. دا لومړی وار دی چي له افغانستان د مرستو په اړه انديښنې ښوول کيږي.

https://p.dw.com/p/1Cjji
انځور: picture-alliance/John Greve

سوپکو چي د اختلاس پر ضد مبارزه کوي، وايي چي د هغه د اندېښني يو دليل دا دي چي په راتلونکې کي د پيسو زياته برخه افغان حکومت ته په مستقيم ډول ورکول کيږي.

سوپکو «هندلزبلت» ورځپاڼي ته وويل: «موږ د نړۍ له هغه هيواد سره سر و کار لرو چي تر ټولو زيات په اختلاس او اداري فساد ککړ دی.» نوموړي يادوونه وکړه چي په افغانستان کي د نړيوال ماموريت کابو ۱۳ کاله وروسته نه امريکايان او نه هم د هغوی متحدين وتوانيدل چي په دغه هيواد کي يو منظم او د کار وړ اقتصادي سيستم جوړ کړي. هغه وويل چې دلته خلک يوازي «په دي پوهيږي چي څرنگه غلا وکړي.»

د امريکا د مالي مرستو نوموړي پلټونکي وويل: «هغه څه چي په افغاسنتان کي ورته ډير زيات ارزښت ورکول کيږي، هغه د متحدينو قراردادونه او فرمايشات دي.»

هغه وويل، هدف بايد دا نه وي چي په افغانستان کي هغه يو دولت جوړ شي چي يوازي د «پردو د مالي مرستو» پر بنسټ ولاړ وي. سوپکو، اټکل کوي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم دغه هيواد له امريکا متحده ايالاتو څخه په کال کي تر لس ميليارده ډالرو پوري مرستي ترلاسه کوي.

د هغه په نظر گومان نه کيږي چي افغانستان دي توان ولري چي دومره زياتي پيسې پر سمو او معقولو لارو ولگوي.

د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر مياشت کې د ناټو په مشرتوب د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک ايساف جنگي ماموريت پاي ته رسيږي. خو په پلان کي ده چي تر هغه وروسته به تر۲۰۱۶ کاله پوري د افغانستان د امنيتي ځواکونو د رزوني ماموريت پيل شي.

جان سوپکو چي د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو د بيا رغاوني د څارني ادارې مشرتوب پر غاړه لري دغه يادوني په داسي وخت کي کړي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني له کړکېچ سره مخامخ شوي دي.

تر اختر دمخه ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو موافقه وکړه چې د دوهم پړاو ټولي رايي له سره وشميرل شي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه بهير د اختر تر وروستۍ ورځي ځڼدولی دی او ويلي يې دي چي د دغه ځنډ يو دليل د رايو د پلتني پر څرنگوالي باندي د دواړو کانديدانو نه توافق دی.