1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له «IS» سره ۱۵۰۰۰ بهرنيان يوځای سوي دي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۱۰, شنبه

د ملگرو ملتونو د يوه راپور له مخي له «اسلامي دولت» ډلي سره د دباندنيو جنگياليو شمېر تر هغه ډېر دئ چي اټکل ئې سوی وو. هوايي بمباريو هم د دغه بهير مخه نيولې نه ده.

https://p.dw.com/p/1DfQX

په عراق او سوريه کي له «اسلامي دولت» ډلي سره نه يوازي د دباندنيو جنگياليو شمېر لږ سوی نه دئ، بلکي تر پخوا ډېر سوی دئ. د بريتانيا د «گاردين» ورځپاڼه لیکي چي ملگرو ملتونو په يوه تازه راپور کي خبرادری ور کړی دئ، چي په عراق او سوريه کي له «اسلامي دولت» ډلي سره د نړۍ د نورو هيوادونو د افراطيانو يو ځای کېدل ورځ تر بلي ډېرښت مومي.

د ملگرو ملتونو په راپور کي راغلي دي چي تر اوسه پوري د نړۍ له بېلابېلو هيوادنو څخه نژدې ۱۵۰۰۰ افراطيان په عراق او سوريه کي له «اسلامي دولت» او نورو افراطي ډلو سره يو ځای سوي دي.

د دغه راپور له مخي اسلامي افراطيان د عراق او سوريې پراخي سيمي په خپل کنترول کي لري.

د کاردين ورځپاڼي د راپور له مخي د ملگرو ملتونو دغه راپور د امنيت شورا له خوا چمتو سوی او پکښې راغلي دي چي په سوريه او عراق کي له «اسلامي دولت» ډلي سره د دباندنيانو يوځای کېدل تر هغه ډېر دي چي اټکل ئې سوی وو.

هره مياشت زر جهاديان سيمي ته ځي

دې ته ورته يو تکان ورکوونکو راپور د امريکا د اطلاعاتي ادارو په حواله «واشنگټن پست» ورځپاڼي هم خپور کړی دئ. د دغي ورځپاڼي په حواله د مياشتي نزدې ۱۰۰۰ تنه جهاديان په عراق او سوريه کي له «اسلامي دولت» ډلي سره يوځای کيږي.

د ملگرو ملتونو په راپور کي راغلي دي چي عراق او سوريې ته له ۸۰ هيوادونو څخه افراطيان ور روان دي. په دغو هيوادونو کي حتی داسي هيوادونه هم سته چي له القاعدې سره ئې هيڅ تړاو نه لاره. تر اوسه پوري له آلمان څخه هم په سونو کسان په سوريه او عراق کي له افراطيانو سره يوځای سوي دي.

که څه هم د امريکا په مشرتوب ائتلاف په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد هوايي بمبارۍ کوي او له عراقی او کردي ملېشو سره ئې په برياوو کي مرسته کړې ده، خو بیا هم د دغي ډلي د پرمختگ مخه نيوله سوې نه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب