1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطينيانو د غچ اخيستلو ژمنه کړې ده

دويچه ويله/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د غزې په جگړه کي بيا وسله خبري کوي. اسرائيلو د حماس پوځي قوماندان په نخښه کړی دئ، او حماس بيا اعلان کړی دئ، چي د تل ابيب پر هوايي ډگر به بريد کوي. ملگرو ملتونو بيا د نوي زورزياتي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/1CyVo
انځور: Reuters

له هغه وروسته چي د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د يوه دوامداره اوربند پر سر باندي غير مستقيمي خبري اتري درېدلي، د غزې په جنگ کي بيا ويني بهيږي. اسرائيلو د حماس پر پوه پوځي قوماندان محمد ضيف باندي هدفمند بريد تائيد کړی دئ. داچي هغه به په رښتيا هم په دغه يرغل کي وژل سوی وي، تر اوسه پوري معلومه نه ده.

خو دا روښانه ده چي د هغه ۲۷ کلنه مېرمن او اووه مياشتنۍ لور په دغه يرغل کي وژل سوي دي. د اسرائيلو د استخباراتي معلوماتو له مخي پخپله ضيف هم په دغه بريد کي وژل سوی دئ. خو په مقابل کي بيا د ضيف خويندو ټينگار کړی دئ، چي ورور يې ژوندی دی. حماس هم د هغه راز د هغه د وژنی خبر رد کړی دئ.

په ۱۹۶۲ کال کي زېږېدلی ضيف په غزه کي يو تر ټولو مهم طراح کڼل کيږي او څوواري د اسرائيلو د يرغلونو هدف گرځېدلی، خو ژوندی وتلی دئ.

د حماس يوه چارواکي موسي ابو مرزوق، دغه بريد يو «جرم» بللی دئ. په «جباليا» کي په سوونو فلسطينيانو د ضيف د مېرمني او لور د جنازې په مراسيمو کي د غچ اخيستلو وعده کړې ده.

«مشروع هدف»

له بلي خوا د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو، په غزه کي د حماس ډلي د مشرانو په نخښه کول يو «مشروع هدف» بللی دئ. نتانياهو اعلان کړی دئ، چي پوځي عمليات به هغه مهال بند سي، څو د اسرائيليانو امنيت بيرته خوندي سوی نه وي. هغه ويلي دي چي نوي «ديپلوماتيکي هڅي» به هغه مهال پيل سي چي امنيتي وضعيت تثبيت سي. هغه په خپلو خبرو کي پوښتنه کړې ده چي «څوک وايي چي موږ سوله له لاسه ورکړې ده؟»

په تل ابيب کي د اسرائيلو امنيتي کابينې ويلي دي چي عملياتو ته بايد دوام ورکړي. ښی اړخو وزيرانو ويلي دي چي په غزې تراډه کي بايد حماس له منځه يووړل سي.

د اسرائيلو يوې پوځي وياندي ويلي دي چي پوځ ۲۰۰۰ احتياطي عسکر چي تازه بيرته ستانه سوي ول راغوښتي دي.

د چهارشنبې په ورځ له غزې تراډي څخه پر اسرائيلو باندي نزدې ۱۷۵ توغندي وتوغول سول او اسرائيلو بيا په جواب کي په غزې تراډي کي د دوی په وينا «تروريستي» هدفونه په نخښه کړي دي. د اسرائيلو د معلوماتو له مخي د پنجشنبې په شپه په فلسطيني سيمو کي نزدې ۲۰ هدفونه بمبار سوي دي.

حماس غواړي «ستره بريا» تکرار کړي

حماس نړيوالو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی دئ چي د اسرائيلو د «بن گوريون» هوايي ډگر ته دي خپلي الوتني بندي کړي. د حماس يوه وياند ويلي دي چي نړيوال هوايي شرکتونه بايد د پنجشنبې ورځي د سهار له ۶ بجو څخه نور د تل ابيب هوايي ډگر ته الوتني ونه کړي. هغه په دې اړه نور څه نه دي ويلي. خو حماس په تيرو وختونو کي پر دغه هوايي ډگر باندي توغندي توغولي ول.

د جولای مياشتي په وروستيو کي کله چي د تل ابيب هوايي ډگر ته نژدې يو توغندی ولگېد، امریکا متحده ایالاتو او اکثره اروپايي هيوادونو تل ابيب ته څو ورځي الوتني بندي کړې. دغه کار د حماس له پاره يوه «ستره بريا» وه.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا له اسرائيلو او حماس څخه غوښتي دي چي ژر تر ژر دي د خبرو مېز ته سره کښېني. په نيويارک کي د امنيت شورا ويلي دي چي دواړه اړخه بايد د زورزياتي مخنيوی وکړي او د يوه دوامداره اوربند د ژر تر ژره پر رامنځ ته کولو باندي سره سلا سي. شورا ويلي دي چي دوی د نوي جگړې د پيلېدو په اړه اندېښمن دي.