1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«غوښتل مې چې د ملکي الوتکو پیلوټه شم»

رضا شیر محمدي۱۳۹۴ اردیبهشت ۶, یکشنبه

د طالبانو د رژیم د رانسکوریدو وروسته یوازینۍ ښځینه پیلوټه ۱۸ کلنه وه، چې هوایي زده کړې یې پیل کړي. هغه اوس یوه روزل شوې پیلوټه ده. خو څه باعث وگرځید چې هغه د افغانستان په سختو شرایطو کې پیلوټه شي؟

https://p.dw.com/p/1FFBs
انځور: NATO

د هغې له پاره اوس هم دا آسانه خبره نه ده چې د خپلو نارینه همکارانو سره یو ډول پر مخ ولاړه شي، خو هغه تر خپل وروستي بریده هڅه کوي. هغه په دغو شرایطو کې له نارینه پیلوټانو وروستې نه ده پاتې شوې بلکې له هغوی څخه څو گامه وړاندې شوې هم ده.

کپتان نیلوفر رحمانې کولای شي چې اوس الوتنې وکړي. هغې دوه کاله د ناټو به سبک روزنه لیدلې او اوس د افغانستان په ملي اردو کې د «تورن» رتبې ته رسیدلې ده.

له پیلوټۍ سره د نیلوفر رحماني مینه هغه وخت پیدا شوه چې لا کوچنۍ وه. نیلوفر له خپل پلار څخه د پیلوټۍ د شوق په هکله ډیر واوریدل، خو پلار یې پر دې و نه توانید چې پیلوټ شي.

له هغه وخت چې نیلوفر هیله درلوده چې پلار یې خپلې آرزو ته ورسیږي، نو کله چې لویه شوه پریکړه یې وکړه چې په خپله پیلوټه شي. خو دغه څه په افغاني ټولنه کې آسانه کار نه وو. نیلوفر وایي: «خپله مې هم پرواز ډیر خوښیده، کله چې به مې یوه الوتکه په هوا کې ولیده، له ځانه سره به مې ویل: کاشکی چې زه هم دغسې وزرې پیدا کړم او الوتنه وکړم.»

نیلوفر چې کله ۱۸ کلنه شوه او په هوایي پوهنتون کې د نوم ثبتولو په لټه کې وه، خو دغسې کوم پوهنتون نه وو. تر څو چې یې داسې معلومات تر لاسه کړل چې ښځې کولای شي د هوايي قواوو په روزنیزه دوره کې خپل نوم ثبت کړي او د ناټو له لوري روزنه وویني.

هغه وایي کله چې یې خپل نوم ثبت کړ او د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په هوایي ښوونځي کې شامله شوه نو له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوه، خو کورنۍ یې ملاتړ وکړ: «د خلکو له پاره ډیره جالبه وه. هغوی به ویل چې دا کار ډیر سخت او د نارینه وو دی او ښځې نه شي کولای چې مخکې ولاړې شي. ډیرې خبرې مې واوریدې. هڅه به یې کوله چې ما زړه ماتې کړي، تر څو دنده پریږدم. خو هیڅ څه زما د لارې خنډ نه شول.»

د میړانې مډال

په افغانستان کې شغل لرونکي میرمنې له زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي. د ټولنیزو محدودیتونو سربیره، طالبان آن ښوونځيو ته د ښځو د تگ مانع کیږي او ډیر شمیر شغل لرونکي ښځې قتل شوي هم دي.

کپتان نیلوفر رحماني وایي د افغانستان په هوایي ځواکونو کې د دندې په تیرو پنځو کلونو کې د طالبانو له لوري یې بیلا بیل گواښونه تر لاسه کړي دي او آن کورنۍ یې له خطر سره مخامخ شوې ده. خو دغه ځوانه پیغله دې ته ژمنه ده چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

هغې تر اوسه څو ستاینلیکونه او مډالونه تر لاسه کړي دي. هغې د ناټو د غړو هیوادونو او د خپل هیواد د بیلا بیلو وزارتونو له لوري مډالونه تر لاسه کړي دي. د روان میلادي کال په پیل کې امریکا متحده ایالاتو هغې ته «د نړۍ د زړورې ښځې جایزه» ورکړه. په نزدې وختونو کې د «بېلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې هغه د نړۍ د ښایسته پیلوټې په توگه معرفي کړه.

دغه ځوانه پيلوټه اوس کولای شي نويو پیلوټانو ته هم روزنه ورکړي: «تر اوسه ما د بیلا بیلو ۱۸۲، ۲۰۸ ډوله الوتکو او څرخي الوتکو سره الوتنې کړي دي. په پام کې لرم چې په نزدې راتلونکي کې یعنې تر څلورو میاشتو کمه موده کې د سي ۱۳۰ ډوله الوتکو سره پرواز وکړم.»

هغه وایي چې ښځې دې ته تشویقوي چې له هوایي قواوو سره یو ځای شي: «هیله لرم چې هوایي ځواکونو ته ډیرې ښځې راشي، زما تر څنگ وي، څو یوازې پاتې نه شم.» اوس د افغانستان د امنیتي ځواکونو په چوکاټ د نیلوفر په شان ډیرې میرمنې دندې تر سره کوي.

«کوم ځای مې نه دی بمبار کړی»

دغې ځوانې میرمنې څو وارې په جنگي عملیاتو کې گډون کړی دی، خو دنده یې د جگړې له ډگر څخه روغتونونو او نظامي مرکزونو ته د ټپیانو او وژل شوو کسانو انتقالول دي. یعنې د هغې دنده د افغانستان د ځمکنیو ځواکونو څخه د ترانسپورت برخې ته متمرکزه ده. هغه وایي چې تر اوسه هغې ته امر نه دی ورکړل شوی چې د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ کوم ځای بمبار کړي او یا د یاغیانو پر وړاندې هوایي بریدونه تر سره کړي.

نوموړې میرمن وایي چې د نورو سرتیرو په څیر یې په ژوندانه کې مهم شیان دین، هیواد او دنده ده. هغه وایي هڅه کوي چې د اسلامي شئوناتو په رڼا کې خپله دنده پرمخ بوځي. د هغې په ټولو انځورونو کې لیدل کیږي چې پوړنې یې پر سر وي.

که څه هم کپتان نیلوفر له خپلې دندې څخه خوشحاله ده، خو وایي چې قصد یې لاره چې د ملکي الوتکو پیلوټه شي، خو بالاخره د نظامي الوتکو پیلوټه شوه. د هغې په وینا اوس مهال د افغانستان د هوايي ځواکونو پیلوټان د دولت لا ډیرو مرستو ته اړتیا لري.

هغې د افغانستان له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د دفاع وزارت ته امر ورکړي چې د پیلوټانو امتیازاتو ته له سره کتنه وکړي. ویل کیږي چې اوسمهال د افغانستان د هوايي ځواکونو د یوه تجربه لرونکي پیلوټ معاش ۲۰ زره افغانیو ته رسیږي.

نیلوفر رحماني له نړیوالې ټولنې او افغان دولت څخه د ځمکني ځواکونو د تلفاتو د کمیدو له پاره د هوایي ځواکونو د روزنې او مجهزیدو غوښتنه کوي. د دې تر څنگ هغه دغه ځواک ته د ښځو د جلب او جذب په برخه کې د لا ډیرې توجه غوښتنه هم کوي.