1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غوټه وهونکو په کښتۍ کې درې مړي وموندل

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۳۰, شنبه

د جنوبي کوریا د ډوبې شوې کښتۍ کپتان نیول شوی دی خو هغه له خپلې دې پریکړې څخه چې په بیړه یې له کښتۍ څخه د کسانو د ویستلو امر نه دی کړی، دفاع کړې ده. لا تر اوسه ۲۷۰ تنه لادرکه دي او غوټه وهونکو د دروکسانو جسدونه موندلي دي.

https://p.dw.com/p/1Bl1z
انځور: Reuters

د ډوبې شوې کښتۍ کپتان لي جیون سیوک، خبریالانو ته ویلي دي چې د بیړۍ خالي کیدل د دې له پاره ځنډول شوي وو چې د ژغورنکو بیړیو د رارسیدو تر مخه، یخو اوبو ته د مسافرینو د ورتگ مخه ونیول شي.

لي ویلي دي: «په دغه وخت کې ژغورونکي بیړۍ نه وې رارسیدلي. په دغه وخت کې په شاوخوا سیمه کې د ژغورنې له پاره د کب نیونکو یا نورې کښتۍ چې مرسته وکړې هم موجودې نه وي.» هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې په دغه وخت کې په سیمه کې څپې ډیرې قوې او اوبه یخې وې. هغه یادونه وکړه چې ده فکر کاوه چې په بې غورۍ سره به د کښتۍ د خالي کیدو پریکړه د مسافرو له پاره ستونزې رامنځ ته کړي.

تر دې دمخه داسې رپوټونه ورکړل شوي ول، چې د کښتۍ ۴۷۶ مسافرو ته ویل شوي وو چې تر ۴۰ دقیقو پورې په کښتۍ کې پاتې شي. د کښتۍ د مسافرینو خپلوان داسې فکر کوي که چیرې دغه امر نه وای شوای نو ښای مسافرینو به له کښتۍ څخه د وتلو له پاره بیړنیو دروازو ته ځان رسولای وای.

د ډوبې شوې بیړۍ نیول شوی کپتان
د ډوبې شوې بیړۍ نیول شوی کپتانانځور: Reuters

لا تر اوسه د ۲۸ تنو مړي موندل شوي دي، په داسې حال کې چې لا هم ۲۷۰ تنه لادرکه دي او ښايی د مرگ ژوبلې شمیر په ډراماتیکه توگه لوړ شي.

د پیښې علت په څرگند ډول نامعلومه دی

زیاتره کسان د کښتۍ کپتان لي، د دغه پیښې له پاره مسوول گڼي. پر ده باندې له دندې څخه د بی پرواهۍ او د سمندري قوانینو څخه د سرغړونې د تورنو په شمول پنځه تورونه لگول شوي دي.

تر دې دمخه د نوموړې کښتۍ د عملې د دوو نورو کسانو د نیولو امر هم ورکړل شوی دی. د ورکړل شوو رپوټونو په حواله د پیښې د علت د معلومولو په اړه د لومړنیو څیړنو په برخه کې دا خبره هم په ډاگه شوې ده چې د پیښې د رامنځ ته کیدو پر وخت لي، د نوموړې بیړۍ کنترول د کپتان په لاس کی نه ؤ. زیاته شوې ده چې لي، دغه چارې خپل دریم افسر ته سپارلې وې.

نور جسدونه موندل شوي دي

په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ د ژغورنې هڅې څلورمې ورځې ته داخل شوي دي، غوټه وهونکو ویلي دي چې له کړکۍ څخه یې د نورو درو تنو جسدونه لیدلي دي.

تر اوسه پورې د ژغورنې هڅې څو ځلي د سختو څپو او د خرابې هوا له کبله خنډونو سره مخامخ شوي دي. د جمعې په ورځ دوه غوټه وهوونکي پر دې توانیدلي وو چې د کښتۍ د کارگو یا باروړنکې برخې ته ورننوځي او دوه نور بیا د کښتۍ کابین ته لار ومومي، خو هغې څه و نه موندل.

که څه هم د مسافرینو خپلوان هیله مند دي چې د کښتۍ په داخل کې به یو شمیر کسان لا هم ژوندي پاتې وي، خو د چهارشنبې د ورځې راهیسې چې ۱۷۹ کسان ژوندي وژغورل شول، کوم کس لا تر اوسه ژوندی نه دی موندل شوی.

د کښتۍ زیاتره مسافرین د یوه ښوونځي زده کوونکي ول چې په یوه تفریحي سیل باندې روان ول. د جمعې په ورځ د نوموړي ښوونځي مدیر، چې د کښتۍ د ډوبیدو پر وخت تښتیدلی وو، مړ وموندل شو او په ظاهري توگه داسې ښکاري چې ځان وژنه یې کړې.