1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني هم خپل څارونکي د ټاکنو له کمېسيونه وايستل

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۵, چهارشنبه

ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي، د ټاکنيز ټیم یوه غړي ویلي دي چې تر عبدالله عبدالله وروسته غني هم خپل څارونکي د رایو د تفتیش له بهیره ایستلي دي. د تفتیش بهیر اوس د ملگرو ملتونو تر څارني لاندي دوام لري.

https://p.dw.com/p/1D1yM
انځور: Reuters

داود سلطان زوی چې په خپله په لومړي پړاو کې ولسمشرۍ ته کانديد وو او بیا په دویم پړاو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یوځای شو له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د غني څارونکي هم د ملگرو ملتونو په غوښتنه د تفتیش له بهیر څخه وتلي دي.

هغه زیاته کړې ده: «که څه هم دا کار یو څه غیر منصفانه بریښي ... خو له سیاسي لحاظه دا کار ډیر د احتیاط له مخې ترسره شوی ښکاري.»

داود روښانه کړې ده چې ملگرو ملتونو له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه غوښتي ول چې خپل څارونکي د دې له پاره چې د تفتیش بهیر په منصفانه ډول پر مخ ولاړ شي د ټاکنو له کمېسیون څخه وباسي.

تر دې دمخه ولسمشرۍ ته بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله هم خپل څارونکي د ټاکنو له کمېسیون څخه ایستلي دي. د هغه د ټاکنيز ټيم غړو ادعا کړې وه چې د ابطال لايحه یا هغه مادې چې له مخې يې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې کارول شوي رایې باطلیږي «یوه ملنډه» ده او کولای نه شي چې توري او سپیني رایې سره بېلي کړي.

په افغانستان کې د روان کال د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو تر سره شو، چې دواړه کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله پکښې د بریاوو ادعاوي کړي دي. پر دې سربیره دواړو کانديدانو د پراخو درغلیو تورونه هم لگولي دي.

کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړۍ پایلي اعلان کړې چې له مخې یې ډاکټر اشرف غني احمدزی تر خپل سیال مخکې وو نو عبدالله د اعتراض په توگه د ټاکنو له کمېسیون سره خپلې اړیکي قطع او خبره ان د یوه موازي حکومت د اعلانولو تر گواښ پوري ورسېده.

دغه جنجالونه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، تر مداخلې وروسته یو څه کرار شول او د ملي یووالي حکومت د جوړیدو او د ټولو رایو د تفتیش پریکړه وشوه.