1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د پاکستان په اړه په احتياط خوشبينه دی

afpe۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د ښه کیدو په اړه «په احتیاط سره خوشبینه» دی. هغه په عین حال کې د دواړو هیوادونو ښې اړیکي د سولي له پاره اړیني بللي دي.

https://p.dw.com/p/1EyID
انځور: Reuters/Gary Cameron

ولسمشر غني د خپل کار له پیل سره له پاکستان سره د افغانستان په اړیکو کې یو نوی فصل پیل کړی دی. کابل او اسلام آباد ژمنه کړې ده چې د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یو له بل سره همکاري وکړي.

که څه هم له پاکستان سره د غني د نزدېوالي له کبله پر هغه باندي په افغانستان کې یو څه نیوکي شوي دي، خو ولسمشر غني په نیویارک کې د یوې غونډي پر مهال له خپل دې موقف څخه دفاع وکړه.

غني په نيويارک کې د بهرنيو اړيکو په اړه شورا يوې غونډي ته د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه پوښتني په جواب کې وويل: «زه په احتیاط سره خوشبینه یم او موږ د اساسي بدلون یو بهیر پیل کړی دی.»

غني روښانه کړه چې کابل او اسلام آباد دواړه هڅه کوي چې خپلي دیارلس کلني ستونزي له منځه یوسي. هغه وویل چې باور لري د پاکستان او افغانستان پیاوړي اړیکي به د طالبانو د ملاتړ په کمښت کې ډیر مهم تاثير وکړي.

ولسمشر غني وویل: «که ده ياغيانو پټنځایونه له منځه ولاړ شي نو سوله رامنځ ته کیږي. دا هغه څه ول چې په مرکزي امریکا، لاتین امریکا او افریقا کې وشول.»

افغانستان له ۲۰۱۰م کال راهیسې له طالبانو سره د سولي هلي ځلي کوي. په دې بهیر کې د پاکستان ملاتړ ډیر اړین بلل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي تر هغه وخته پورې چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې میشته وي له افغان حکومت سره به د سولي خبري اتري پیل نه کړي.

غني په ډاګه کړه چې په پیښور کې پر یوه ښوونځی باندي د طالبانو تر يرغل وروسته چې ۱۵۳ کسان پکښې ووژل شول، د دواړو هیوادونو اړیکي ښې شوي دي.

افغان ولسمشر وویل: «ترهګر نه پاسپورت ته اړتیا لري او نه هم د ملتونو توپير کوي[...] زه هیله لرم چې موږ دومره وړتیا ولرو چې د ډوبیدو پر ځای یو ځای لامبو ووهو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب