1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د واشنګټن، اسلام آباد او طالبانو تر منځ

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۰, دوشنبه

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي برعکس محمد اشرف غني د واشنګټن او اسلام آباد سره د اړيکو د بهتره کولو په لټه کي دی. خو د غني دغو هڅو په افغانستان کي دننه اندېښني هم راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/1EzNO
انځور: Reuters/G. Cameron

محمد اشرف غني د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر په مياشت پر واک راتلو سره سم د واشنګټن او اسلام آباد سره د اړيکو د بهتره کولو هڅي پېل کړې. په دې ترڅ کي د واشنګن او کابل تر منځ د دوه اړخيزه تړون لاسليک کېدل يو د هغو مهمو ګامونو څخه ؤ چي اشرف غني پورته کړ. دغه تړون د ولسمشر په توګه د غني د لوړې په دويمه ورځ لاسليک سو.

غني و واشنګټن ته د خپل سفر پر وخت پر دې ټينګار وکړ چي په افغانستان کي دي د امريکايي عسکرو د کمولو پروسه ورو کړل سي. باراک اوباما د غني دغه غوښتنه ومنله او اعلان يې وکړ چي د ۲۰۱۵م کال تر پای پوري به په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شمېر ۹۸۰۰ پاته سي. حال دا چي تر مخه پلان داسي ؤ چي د روان مېلادي کال تر پای پوري بايد دغه شمېر نيمايي ته راټيټ سوی وای.

امريکايي عسکر او سوله

په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د ایستلو د پروسې ورو کولو سره د طالبانو غبرګون راوپاراریده. هغوی په خپله يوه خبرپاڼه کي ګواښ وکړ چي دغه کار به د سولي پروسې ته زيان ورسوي. طالبانو په تکرار سره ويلي چي تر هغه وخته به د سولي خبرو اترو ته نه کښېني چي د افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي.

۹۸۰۰ امريکايي عسکر به د کال تر پای پوري پاته وي
۹۸۰۰ امريکايي عسکر به د کال تر پای پوري پاته ويانځور: picture alliance/ZUMA Press

په افغانستان کي د سولي د عالي شورا يو پخواني غړي و فرانس پريس خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چي د واشنګټن په تړاو د غني سياست به د طالبانو سره د سولي امکانات کمزورې کړي.

خو په کابل کي د سياسي چارو څېړونکی هارون مير وايي چي « که طالبان وايي چي د امريکايانو شتون د سولي پروسې ته زيان رسوي، نو موږ بايد په تېر نه وځو.» د هارون مير په وينا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ و سولې ته د رسېدو اصلي لانجمن ټکي او خنډونه د ښځو حقونه، د انجونو تعليم او د بيان د آزادۍ په څېر موضوعات دي، چي د دغه افغان کارپوه په وينا «طالبان یې مخالف دي.»

د اسلام آباد «دوه مخه» سياست

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نه يوازي د واشنګټن سره بلکه د پاکستان سره هم د نظر اختلافات درلودل. په افغانستان کي يو شمېر سياستوال پاکستان په دې تورنوي چي د افغانستان په تړاو «دوه مخه» سياست پر مخ بيايي. دغه سياست وال تور لګوي چي پاکستان د افغان حکومت وسله والو مخاليفينو طالبانو ته په خپل هيواد کي ځای ورکړی دی. خو غني د اسلام آباد سره د اړيکو په ښو کولو سره هڅه کوي چي پر وسله والو طالبانو فشار زيات کړي چي د سولي د خبرو اترو لپاره چمتو سو.

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز غړی داؤد مراديان وايي چي و اسلام آباد ته نژدې والی په بعضو افغانانو کي دوې اندېښنې راپيدا کوي. د هغه په وينا « يوه دا چي پاکستان به د څو مياشتو وروسته بېرته هغه خپل زوړ سياست ته مخه کړي.» د مراديان په وينا دويمه اندېښنه دا ده چي « داسي نه چي د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو لپاره د افغانستان د ډيموکراټيک اساسي قانون بعضي برخي له پامه وغورځول سي.» د دغه کارپوه په وينا داسي اندېښنې هم سته چي ايا په داسي صورت کي به د بهرنيو چارو په سياست کي د افغانستان «خپلواکي» پر ځای پاته وي که څنګه.

د مردیان په نظر غني باید دغو دواړو اندیښنو ته ځواب ورکړي.

غني د ولسمشر کېدو راهيسي د پاکستان سره د اړيکو د بهتره کولو هلي ځلي جاري ساتلي دي. دغه اړيکي پر افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي يرغل څخه وروسته په تيرو ديارلسو کالو کي ډيري ښه نه وې. په داسي حال کي چي کرزي د نظامي همکارۍ په ډګر کي هند ته زياته توجه کولو، اشرف غني د پاکستان سره د افغان پوځيانو د روزلو او د استخباراتي معلوماتو په ډګر کي د همکارۍ پروسه پېل کړې ده. په دې ترڅ کي د لومړي ځل لپاره افغان عسکر و پاکستان ته د نظامي روزني لپاره ولېږدول سول.

غني د پاکستان د لوی درستيز راحېل شريف سره
غني د پاکستان د لوی درستيز راحېل شريف سرهانځور: ARG

«ترهګر ملیت او تابعیت نه پیژ ني »

افغان ولسمشر د پاکستان په پېښور ښار کي د وسله والو له خوا پر ښوونځي د بريد وروسته دغه عمل په سختو الفاظو وغانده. د دسمبر په دغه پېښه کي ۱۵۳ انسانان ووژل سول چي زياتره يې ماشومان ول. د هغه راهيسي د پاکستان يو شمېر لوړپوړو نظامي او استخباراتي مشرانو کابل ته سفرونه وکړل. د ترهګرۍ پر ضد د دواړو هيوادونو تر منځ د همکارۍ ژمني هم تر سره سوې.

اشرف غني و واشنګټن ته د خپل سفر پر وخت وويل چي « ترهګر پاسپورټ ته اړتيا نه لري او نه ملیت پیژني .» د هغه په وينا « زه هيله مند يم چي موږ به دومره ځيرکتيا ولرو چي د يو ځای ډوبېدو پر ځای، يو ځای لامبو وکړو.»

د کارپوهانو په وينا دا خبره به وخت څرګنده کړي چي ايا پاکستان په رشتيا هم د خبرو و مېز ته د طالبانو په راوستلو کي کومک کولای سي که څنګه. خو هارون مير وايي چي د کرزي په پرتله ښايي غني په اوږدمهاله توګه د امريکا د ملاتړ په ترلاسه کولو کي بريالی وي.