1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: افغانستان ته د داعش ویرونکی گواښ متوجه دی

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

افغان ولسشمر محمد اشرف غني د امريکا کانگرس ته په خپله وینا کې له هغه یوه «ویرونکي گواښ» څخه خبرداری ورکړ چې د «داعش» له خوا آسیا ته متوجه دی او ويې ويل چې دغي ترهگري ډلي دمخه لا خپل جنگیالي افغانستان ته لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/1ExiM
انځور: Reuters/Kevin Lamarque

غني د امریکا کانگرس د دواړو جرگو استازو ته د خپلي وینا په پيل کې وویل چې افغانستان د زرونو امریکايي عسکرو چې د ده په هيواد کې وژل شوي دي، د «زړه له کومي منندوی» دی.

محمد اشرف غني په لومړي وار د افغانستان د ولسمشر په د امریکا متحدو ایالاتو له جمهور رئيس بارک اوباما او د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو او کانگرس له غړو سره پنځه ورځي ليده کاته لرل.

غني په امريکا کې د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې د کابل او واشنگټن ترمنځ په اړیکو کې هغه گونجي اوارې کړي چې د ده د سلف، حامد کرزي د واکمني په وروسیتو کلونو کې رامنح ته شوي وې.

غني د امریکا کانگرس ته په داسي وخت کي وينا وکړه چې کانگرس د دفاعي چارو په لگښتونو او د دغه هيواد د بوديجې پر نورو برخو باندي بحث او خبري کوي.

د کانگرس غړي دغه راز د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د جگړي له پاره د اوباما پر یوې غوښتني باندي هم غور کوي. دغه غوښتنه په کانگرس له سخت خنډ سره مخامخ شوې ده.

افغان ولسمشر غني کانگرس ته په خپله وینا کې وویل چې «داعش ترمخه لا د افغانستان جنوب او لوېدیځ ته د حساحسیتونو د آزمویني له پاره خپل مخکښ محافظین رالیږلي دي.»

غني وویل، افغانستان چې د طالبانو رژیم پر مهال د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن ته ځای ورکړی وو، هیڅکله به بیا د ترهگرو کوربه توب و نه کړي.

هغه له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې د افراطیت پر ضد غږ پورته کړي: «چوپیتا په هيڅ صورت د منلو نه ده.»

غني د امريکا کانگرس ته په وينا کې ملي پخلاینه د خپل حکومت یوه مهمه «ستن» وگڼله. هغه وویل چې طالبان کولای شي بیرته د افغاني ټولني ته راوگرځي، خو په دې شرط چې د دغه هیواد اساسي قانون ومني هغه: «طالبان باید دا انتخاب وکړي چې نه غواړي القاعده وگرځي، بلکي غواړي چې افغانان شي.»

د امریکا متحدو ايالاتو کانگرس د غني د وینا تود هرکلی وکړ څو واري په چک چکو سره ورته ولاړ شول.

د غني دا خبره چې غواړي د خپل هیواد د ښځو په وضعیت کې بدلون رامنځ ته کړي، د امريکا قانون جوړونکو يې تود هرکلی وکړ.