1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني او کندهار ته برېښنا ورکول کیږی

اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۳ فروردین ۷, پنجشنبه

د غزني او کندهار ولایتونو ته بریښنا ورکول کیږي. په همدې موخه د افغانستان د مالیې وزارت او درې بهرنیو شرکتونو ترمنځ د برېښنا رسولو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BWjp
انځور: Getty Images

ددغو پروژو تړونونه د مالیې وزیر حضرت عمرزاخیلوال او د (KEC، PHOENIX او GFA) بهرنیو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي. د غو پروژ مالي لگښت د امریکا متحده ایالاتو د پراختیا د نړېوالې اداره له لوري ورکول کیږي.

په دې اړه د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال ویلي دي: «۱۵۱،۵ میلیونه امریکا ډالر د هغو ۸۱۴ میلیونه ډالرو له جملې څخه دي چې امریکا متحده ایالاتو یې د برېښنا شرکت او انرژۍ سکتور ته د ورکړې ژمنه کړې ده، له دې جملې څخه ۸۰۰ میلیونه ډالر د افغانستان د بودجې له لارې لګول کیږي.»

ښاغلی زاخیلوال زیاتوي چې د کابل ارغندي برېښنا مزي څخه په ګټه اخېستنې، افغانستان کولای شي چې تر ۲۰۰۰ میګاواټه پورې برېښنا سویلي ولایتونو غزني، کندهار او خوست ته ولیږدوي.

د نوموړي په وینا لومړی پروژه کې ډیزاین، ویش، نصبول او له ارغندي څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځول شامل دي.

د سمنگان ولایت د بريښنا مرکز په تیرو وختونو کې په نوو وسایلو سمبال شوی دی
د سمنگان ولایت د بريښنا مرکز په تیرو وختونو کې په نوو وسایلو سمبال شوی دیانځور: DW/R. Elham

دغه راز، د همدې پروژې له لارې په سید آباد او غزني کې د ۲۲۰ کیلو ولټ په اندازه یو سب سټېشن، هم جوړیږي چې د (KEC) شرکت له خوا تطبیقیږي.

په همدې توګه د GFA او فونیکس شرکتونه د بریښنا په برخه کې د درو نورو پروژ د تطبیق مسؤلیت پرغاړه لري.

له بل لوري د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي، وايي چې افغانستان غوره اقتصادي او صنعتي پرمختګ له پاره بریښنا ته اړتیا لري او شرکت یې دا وړتیا لري چې وارداتي برېښنا وپېري.

«تردې وړاندې د پيسو ژمنه له آسیايي بانک، نړېوال بانک او یا USAID له لوري شوې ده، اوس د لوګر او پکتیا له پاره کار شروع دی، د خوست له پاره مو پیسې پیدا کړي دي، د غزني له پاره هم چې بیا له کندهار سره هم وصلیږي پيسې لرو چې تر ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا ورولیږدو کړو.»

ټاکل شوې ده چې دا پروژه به تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې په غزني کې بشپړه شي او بیا وروسته به کندهار ته د برېښنا لېږدونه پیلیږي.