1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان خلک مدني نافرمانۍ ته رابللي

آژانسونه/ سید رياض۱۳۹۳ مرداد ۲۷, دوشنبه

د پاکستان د اپوزیسیون گوند تحریک انصاف مشر عمران خان په اسلام آباد کې د حکومت ضد روان احتجاج په ترڅ کې په خپله وینا کې وویل چې عوام دې حکومت ته له مالیې ورکولو ډډه وکړي او مدني نافرماني دې پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1CwE7
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

اسوشیتد پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تر دې اعلان وروسته، پاکستان چې ترمخه لا له اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره لاس او گریوان دی ښایي له نور خطر سره هم مخامخ شي. عمران خان دغه اعلان د یکشنبې په ورځ ناوخته وکړ.

د پاکستان په پارلمان کې د دریم لوی سیاسي گوند مشر عمران خان، دغه اعلان په پلازمېنه اسلام آباد کې د حکومت ضد احتجاج په ترڅ کې په زرونو گډونوالو ته په خپله وینا کې وکړ. هغه په تیر کال کې په تر سره شوو پارلماني ټاکنو کې د درغلیو د تر سره کیدو تور لگولی او د پاکستان له صدراعظم نواز شریف څخه یې د ژر تر ژره استعفا غوښتنه کړې ده.

عمران خان په خپله وینا کې حکومت ته خبرداری ورکړ چي که په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یې استعفا نه ورکړه، نو د ده پلویان به پارلمان ولکه کړي. هغه دغي احتجاجي غونډي ته چې د گډوانوالو شمیر یې له لسو زرو څخه تر پنځلسو زرو کسانو پوري رسیږي، په خپله وینا کې زیاته کړه: «موږ نن پریکړه کړې ده چې موږ به دغه غیر قانوني حکومت ته مالیه نه ورکوو. موږ به د گاز او برېښنا لگښتونه نه ورکوو. زه ټولو سوداگرو ته وایم چې حکومت ته د مالیې ورکول بند کړي.»

له بلي خوا د عمران خان دغي احتجاجي غونډي ته څېرمه د اپوزیسیون یو بل گوند پاکستان عوامي تحریک، هم د واکمن گوند پر ضد احتجاج پېل کړی دی. د دغه گوند مشر او مذهبي لارښود طاهر القادري، ویلي دي چې نواز شریف په درغلۍ واک ته رسیدلی دی. هغه د ایالتي او مرکزي پارلمانونو د منحلولو غوښتنه کړې ده.

د عمران خان پر اعلان د تبصرې کولو پر وخت د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار، ویلي دي چې دغه اعلان د اساسي قانون خلاف عمل دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید، د مدني نافرمانۍ اعلان یوه «ټوکه» بللې ده، خو هغه ویلي دي چي حکومت د عمران خان د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتني ته د هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کې خبرو اترو ته چمتو دی.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، وويل چې حکومت له عمران خان او طاهرالقادري سره د خبرو اترو له پاره دوې بېلي بېلي کمېټې جوړي کړي دي. هغه ویلي دي چې حکومت د ټولو هغو غوښتنو منلو ته چمتو دی چې له اساسي قانون سره اړخ ولگوي او قانوني وي.

اسوشېتد پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې عمران خان او طاهرالقادري ویلي دي چې د نواز شریف تر استعفا پوري به خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړي. خو د دغو احتجاجونو له کبله په پلازمېنه اسلام آباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او عام خلک له سختو ستونزو سره لاس او گریوان دي.

په اسلام آباد کې ۵۶ کلن حکومتي مامور ظفر حبیب، نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «خلک د انقلاب خبري کوي. خو هغوی هغو ستونزو ته کومه توجه نه کوي چې د دغه وضعیت له کبله موږ ته راپیښي شوي دي.»