1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عسکرو ته د ویني ورکولو کمپاین پیل سو

حسین سيرت/ خليل الرحمن امید۱۳۹۳ آبان ۷, چهارشنبه

افغان سندرغاړي فرهاد دریا، د ملي اردو عسکرو ته د ویني ورکولو کمپاین پېل کړ. هغه نه یوازي پخپله د ملي اردو عسکرو ته وینه ورکړه، بلکي پر ولسمشر غني او نورو لوړپوړو دولتي چارواکې یې هم غږ وکړ چې په دغه کمپاین کې گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1Ddud
انځور: Sirat

د دغه کمپاین طرح له یوه بېړني خبر څخه رامنځ ته شوې ده. داسي یو خبر چې فرهاد دریا او د هغه ملگري یې خواشینې کړل. دریا وایي چې له خپلو ملگرو سره یې ښه وخت تيراوه چې تلویزیونو یو بیړنۍ خبر خپور کړ چې پکښې داسي افغان سرتیري ښوول کیدل چې د چاودني له کبله په وینو لړل شوي ول.

دریا زیاتوي چې د دغو انځورونو په لیدو سره هغه په دې فکر کې شو چې څرنگه کولای شي له افغان سرتیرو سره مرسته وکړي. د وینې د ورکولو کمپاین پيلول تر ټولو ښه طرحه وه چې د دغه نومیالي افغان سندرغاړې له پاره رامنځ ته شوه.

په دې ترتیب سره دریا دغه کمپاین په دې شعار سره پیل کړ: «عسکره! زما وینه ستا تر ویني سره نه ده.»

کله چې یو کس په دې کمپاین کې وینه ورکوي، نو باید له خپلو څو تنو ملگرو څخه هم وغواړي چې وینه ورکړي او پر نورو د وینې ورکولو غږ وکړي. تر دریا وروسته د ځینو افغان وزارتونو یو شمیر ویاندانو هم وینه ورکړه او پر نورو کسانو یې د ورته کار کولو غږ وکړ.

کمپاین د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې پیل شو. دریا د کمپاین د پیلولو پر مهال وویل: «د افغانستان د سولي او ثبات ساتونکو ته د ویني د ورکولو کمپاین یو خودجوشه ملي، غیرسیاسي، غیردولتي او ان غیر انجويي خوځښت دی. زه د خپلي یوې څاڅکې وینې په واسطه یو تخم کرم، چې ستاسو په مرسته به په یوې پیاوړي وني بدل شي.»

فرهاد دریا د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي، لومړۍ مېرمني رولا غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د دفاع وزرات سرپرست بسم الله محمدي، د روغتیا وزارت سرپرسته ثریا دلیل او د ملي امنیت ادارې له سرپرست څخه وغوښتل چې په دې کمپاین کې گډون وکړي او د ملي اردو سرتیرو ته وینه ورکړي.

تر ټولو لومړۍ اړتیا

افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توگه ملي اردو په روان کال کې د طالبانو پراخ تهاجمې بریدونه پرشا وتمبول. په وروستیو وختونو کې د افغانستان ځواکونو تلفات له دې کبله زیات شوي دي چې له یوې خوا طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او له بلي خوا نړیوالو ځواکونو هغوی ته د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه سپارلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د ویني ورکول د هغو عسکرو ژوند ژغورلای شي چې په جگړه او یا هم امنیتي پیښو کې ټپيان کیږي. د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمې چې پخپله یې هم په دې کمپاین کې گډون کړی وو، وویل: «دا وینه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په خپله د افغانستان او د خلکو له پاره خپله وینه تویوي. په ځینو مواردو کې داسې پیښیږي چې همدا ورکړل شوې وینه د یوه سرتیري ژوند ژغوري.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند هم په دې کمپاین کې گډون وکړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ پر ویاند او یو شمیر نورو یې غږ وکړ چې په دغه کمپاین کې گډون وکړي.

عسکرو ته روحیه ورکول

یو شمیر هغو عسکرو چې په دغو مراسمو کې يې گډون کړی وو، وویل چې دغه شان اقدامات د هغو عسکرو له مورال سره مرسته کوي چې د جگړې په لومړۍ کرښه کې په جنگيږي. هغوی وویل چې کله داسي هم کیږي چې یو عسکرو د نه ویني له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوه افغان عسکره چې مرتضی نومیده وویل: «ښاغلي دریا د هیواد ډیر شمیر مشران په دې کمپاین کې گډون کولو ته راوبلل او دا د هغو عسکرو له روحیې سره مرسته کوي چې په جبهه کې په جنگ بوخت دي.»

دریا وویل چې دا د دغه کمپاین لومړۍ او وروستۍ ورځ نه ده، بلکې هڅه به وکړي چې په زرونو تنه نور دې ته وهڅوي چې پکښې گډون وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم خپله وينه ورکړه
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم خپله وينه ورکړهانځور: Sirat