1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عرب ليګ د یو گډ پوځي ځواک جوړول غواړي

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۰, دوشنبه

عرب لیگ هیوادونو د یو مشترک نظامي ځواک پر جوړولو موافقه کړې ده. دغه کډ ځواک به په یمن او د سیمې په نورو هیوادونو کې کړکیچ ته د پای ټکې کیږدي. د یو داسې نظامي ځانگړي ځواک خبره کیږي چې شمیر به یې شاوخوا ۴۰ زرو ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/1EzOO
انځور: Reuters/Egyptian Presidency

په داسې حال کې چې په یمن کې د حوثي شعیه مذهبه ملیشه و پر ضد د عربي هیوادونو د پوځي ائتلاف بریدونه جریان لري، د عربي اتحاد هیوادونو مشرانو په مصر کې د یو گډ پوځي ځواک پر جوړولو موافقه کړې ده.


د یمن جگړې د عربي هیوادونو مشران یوه گډ نظامي ځواک جوړولو ته هڅولي دي. د مصر په شرم الشیخ کې د عربي هیوادونو اتحاد ویلي دي چې د دغه ځواک د تشکیل هدف په سیمه کې د امنیتي گواښونو پر وړاندی مقابله ده.


د اسلامپالو په وړاندي مبارزه


د عربي اتحادیې عمومي منشي نبیل العربي، د پنجشنبې په ماښام(د ۲۰۱۵ د مارچ په ۲۶) په شرم الشیخ کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د یو گډ پوځي ځواک د جوړولو په هکله ویلي وو:« دا تصمیم یو روښانه پيغام ورکوي، چې عربي هیوادونه کولې شي له خپل ځان څخه د دفاع کولو پر طرحې موافقه وکړي.»


د اسوشیتډ پرس خبري اژانس هم د تیر کال په نوامبر میاشت کې خبر ورکړې وو، چې د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او کویت هیوادونه د یو احتمالي کډ نظامي ځواک پر جوړولو د بحث په حال کې دي.


د اسوشیټډ پرس خبري آژانس د رپوټ په حواله د دغه تړون د رامنځته کیدو هدف په ټول منځنې ختیځ کې د اسلامپاله نظامي ملیشه و پر وړاندي مبارزه کول دي. همدارنگه د دغه کډ ځواک د جوړولو یو بل هدف په سیمه کې د خپل پخواني رقیب ایران سره د قدرت د موازنې ایجاد او نمایش دی.


د سعودي مشرۍ د ۱۰ هیوادونو ائتلاف


سعودي عربستان اعلان کړی دی چې په یمن کې د حوثي شعیه ملیشه و پر وړاندي هوایې بریدونو کې ۱۰ هیوادونه گډون لري. همدارنگه دغه بریدونه د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې له ملاتړ څخه هم برخمن دي. ویل کیږي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې وروسته له سعودي عربستان څخه د مصر هیواد تر ټولو ډیر نظامي فشار پر غاړه اخیستی دی.


مصري چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد پنځه جنگي بیړۍ په سره بحیره کې د تیارسئ په حال کې دي. همدارنگه ۴۰ زره مصري عسکر د جنگي جټ الوتکو له ملاتړ سره په یمن کې د نظامي مداخلې لپاره تیار دي.

حوثي مليشې تر بريد لاندي دي
حوثي مليشې تر بريد لاندي ديانځور: Reuters/N. Quaiti


ویل کیږي چې د فارس خلیج کوچني عربي هیوادونه لکه بحرین، قطر، کویت او متحده عربي امارات، همدارنگه د اردن، مراکش او سودان په څیر هیوادونه په یمن کې د حوثي ملیشه و پر مرکزونو یوازي د هوایې نظامي ائتلاف د عملیاتو په برخه کې گډون لري.


پاکستان او د يمن عمليات


د دغه ائتلاف لسم غړی هیواد پاکستان دی. په پیل کې ویل کیده چې دغه هیواد له خپل جنگي جټ الوتکو او سمندري بیړیو سره د دغو عملیاتو ملاتړ کوي. خو د رویټرز خبري آژانس په حواله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د جمعې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل چې:« مونږ تر اوسه پریکړه نه ده کړی چې په جگړي گډون کوو او که نه؟»


پاکستان اعلان کړی دی چې په پام کې لري له یمن څخه پاکستاني اتباع وباسي. د پاکستان د دفاع وزارت استازي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوې لوی الوتکې یې له یمن څخه د خپلو اتباعو د ويستلو له پاره دغه هیواد ته استولي دي.