1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله بيا د ټاکنو له بهيره خپل څارونکي ايستلي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۵, چهارشنبه

د افغانستان ولسمشریزي ټاکني یووار بیا هغه وخت له کړکېچ سره مخامخ شوې چې ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله، د رایو د تفتیش او ابطال بهیر بایکاټ کړ. تر دې دمخه د هغه د تیم غړو د ابطال لایحه یوه «ملنډه» بللې وه.

https://p.dw.com/p/1D1fg
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دی چې عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ یووار بیا له ټاکنیز بهیر سره خپلي اړیکي قطع کړې. هغه ادعا کوي چې د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د هغه د سیال اشرف غني احمدزي په گټه پراخي درغلۍ شوي دي.

تر دې دمخه هم عبدالله عبدالله څو واري له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپلي اړیکې شلولې وې خو تر هغه وروسته بیا له دې بهیر سره یوځای شو چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، افغانستان ته سفر وکړ او د دواړو کانديدانو تر منځ یې د یوه ملي حکومت د جوړولو او همداراز د ټولو رایو د تفتیش پر سر یوه موافقه رامنځ ته کړه.

په دې ترتیب سره د ملگرو ملتونو تر څار لاندې په کابل کې د ټولو رایو د تفتیش بهیر پیل شو. خو ټاکنیز جنجالونه تر هغه وروسته یووار بیا تاوده شول چې د عبدالله عبدالله د ډلې غړو د ابطال بهیر «یوه ملنډه» وبلله او گواښ یې وکړ چې که د ۲۴ ساعتونو په جریان کې یې وړاندیزونه ونه منل شي نو یو ځل بیا به دغه بهیر بایکاټ کړي.

د چهارشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله ویاند فاضل سنچارکي، د فرانسې خبري ته ویلي دي: «موږ به نن له بهیر سره یوځای نه شو او کیدای شي چې موږ له دې بهیر سره هیڅ هم یوځای نه شو.»

سنچارکي زیاته کړې ده: «له ملگرو ملتونو سره خبري اتري رواني دي. که دغه خبري اتري کومي پایلې ته ورسیږي نو موږ به له دې بهیر سره بیا یوځای شو که نه نو دا یې پای دی.»

په داسې حال کې چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې دواړه کانديدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی د بریا ادعاوي کوي ولسمشر حامد کرزی، غواړي چې د سپتمبر پر دویمه نېټه نوي ولسمشر ته واک وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د رویترز خبري آژانس په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر یا یوناما د یوه چارواکي په حواله لیکلي دي چې د رایو د تفتیش په بهیر کې یو موقتي ځنډ رامنځ ته شوی دی. دغه چارواکي د نورو جزئیات له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

تر دې دمخه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي ول چې که یو نوماند د رایو د تفتیش له بهیر څخه وځي نو دا بهیر کیدای شي چې د نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې پر مخ ولاړ شي.