1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د سولي په بهیر کي د چین منځگړیتوب رد کړ

dpa۱۳۹۳ بهمن ۷, سه‌شنبه

افغان طالبانو هغه رپوټونه تائید کړي دي، چې گويا د دوی يوه استازي چین ته سفر کړی دی، څو له دې هیواد سری خپلي اړیکې «ارتي کړي او پر خپلو پالیسیو باندي رڼا واچوي» خو په راتلونکو احتمالي خبرو کې يې د چین منځگړیتوب رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1ER8Z
انځور: AP

د آلمان خبري آژانس د طالبانو له خوا د یوې خپرې شوې بیانیې په حواله لیکلي دي: «اسلامي امارت اوس هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی او هیڅ هیواد ته يې سفر نه دی کړی چې د سولې په خبرو اترو کې د منځگړیتوب غوښتنه ځني وکړي. په عین حال کې هغو غوښتنو ته هم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوي چې پخوا هیوادونو د سولې په خبرو کې د منځگړیتوب په موخه کړي وې.»

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني چین ته سفر کړی وو. کارپوهان په دې اند دي چې ولسمشر غني چین ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبري کړي دي.

پر پاکستان باندي د چین د نفوذ له کبله ډیر کارپوهان فکر کوي چې دغه هیواد کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي. خو طالبانو د وروستۍ بیانیې له خپرولو سره دا موضوع چې چین ته د دې ډلې پلاوې د سولې د مذاکراتو په اړوند کړی دی، رد کړې.

د طالبانو په بیانیه کې راغلي دي: «اسلامي امارت تل له نړۍ، سیمي او په خاصه توگه گاونډيانو سره اړیکي لرلي دي او وخت ناوخت د اړتیا په صورت کې دغو هیوادونو ته سفرونه کوي. گاونډی هیواد چین هم د دغو هیوادونو په ډله کې شامل دی.»

تیره میاشت افغان رسنیو داسې رپوټون خپاره کړل چې د طالبانو یوه دوه کسیزه ډله چې مشري یې دین محمد حنیف کوله چین ته سفر کړی دی او له دې هیواد سره یې خپل موقف او په راتلونکو احتمالي مذاکراتو کې د چین د نقش په اړه خبري اتري کړي دي.

حنیف چې د طالبانو پخواني قوماندان دی تر دې دمخه هم په قطر کې د دې ډلي د دفتر په پرانیستنه کې يې نقش لاره. دغه دفتر چې د ۲۰۱۳م کال په نیمایي کې پرانستل شو د پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي تر سخت غبرگون وروسته ډیر ژر بیرته وتړل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي دي چې «طالبان غواړي له سیمه ییزو او په خاصه توگه گاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري». هغه ټینگار کړی دی چې په رسنیو کې رواني آوازې اساس نه لري.

چین په تیرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې له پوځي لحاظه ښکیل نه دی پاته شوی خو دغه هیواد د کابل له حکومت سره په اقتصادي برخه کې له گډ کار سره ډیره لیوالتیا لري. په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت له ختمیدو سره اوس سمیه ییز هیوادونه غواړي چې د افغانستان د ثبات د بقا له پاره کار وکړي او له همدې کبله تر دې دمخه چین چمتوالي ښوولي وو چې د کابل او طالبان تر منځ د سولې له احتمالي بهیر سره به مرسته وکړي.