1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ايران ته سياسي استازی لېږلی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

د طالبانو د سياسي دفتر استازي تهران ته سفر کړی. په داسي حال کي چي طالبان په سيمه کي د خپلو اړيکو د ښه کولو په تلاښ کي دي، د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارو د طالبانو پرضد جگړه کي د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1FSet
انځور: Reuters

تسنيم خبري آژانس په يوه ځانگړي راپور کي ويلي دي چي په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر استازي تهران ته سفر کړی دئ. دغه استازی د قطر د سياسي د دفتر د مشر طيب آغا په مشرتوب د دوشنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۸مه) تهران ته رسېدلی دئ.

طيب آغا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مطبوعاتي مرستيال او ترجمان دئ. ويل کيږي چي طيب آغا يو له هغو کسانو څخه دئ چي له ملا عمر سره مخامخ ارتباط لري.

طيب آغا د طالبانو د سياسي کمېټې مشرتوب پرغاړه لري، چي دنده ئې د طالبانو د سياسي موخو ټاکل او له نورو حکومتونو سره اړيکي پراخول دي.

د تسنيم خبري آژانس د راپور له مخي د افغاني طالبانو استازي تهران ته د سفر په لومړی ورځ د ايران له امنيتي چارواکو سره ليدلي او پر سيمه ييزو مسايلو باندي يې بحث او د نظرونو راکړه ورکړه کړې ده. خو د دغه ملاقات په اړه نور جزئيات نه دي خپاره سوي.

د طالبانو سياسي استازو تر دې دمخه هم دوه واري ايران ته سفر کړی وو او هلته ئې د دغه هيواد له امنيتي چارواکو او «د اسلامي بيداري په نړيوال کنفرانس» کي گډون کړی وو.

د طالبانو سياسي استازي په داسي حال کي تهران ته سفر کړی دئ چي د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارو تر کلونو جنجالونو وروسته د طالبانو پرضد گډي مبارزې پر سر سره سلا سوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند عاصم سلیم باجوه، د دوشنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۸) ويلي دي چي د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) او د افغانستان د ملي امنيت ادارې ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک سوی دئ.

تورنجنرال باجوه، ويلي دي چي دغه دواړه استخباراتي سازمانونه به د وسله والو طالبانو پرضد د پلان له مخي گډ عمليات کوي او استخباراتي معلومات به سره تبادله کوي.

دا چي دغه هوکړه لیک څه وخت او چيري لاسليک سوی دئ په اړه ئې څه نه دي ويل سوي، خو د پاکستان يوه تلويزيون ويلي دي چي دغه پرمختگ يوه اونۍ دمخه کابل ته د نوازشريف تر سفر وروسته سوی دئ.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په کابل کي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ليدني کتني پرمهال ټينگار وکړ چي له وسله والو طالبانو سره د مبارزې په برخه کي به د کابل ملاتړ وکړي.

له شريف سره په دغه سفر کي د پاکستان د پوځ او استخباراتي سازمان مشران هم مل ول.

د آی ايس آی مشر جنرال رضوان اختر
د آی ايس آی مشر جنرال رضوان اخترانځور: Prakash Singh/AFP/Getty Images