1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان د کندز دروازو ته رسېدلي دي»

dpa/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

د کندز چارواکي وايي چي که ئې کابل د امنيتي ځواک ملاتړ ونه کړي ټول ولايت به ئې وسله وال طالبان ونيسي. دغو چارواکو ويلي دي چي د شپږو ولسواليو په څلورو کي ئې وسله وال طالبان پياوړی حضور لري.

https://p.dw.com/p/1FCDV
انځور: picture alliance/Ton Koene

د کندز د والي مرستيال حمدالله دانش له آلمان خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي په دغه ولايت کي وسله وال طالبان ورځ تر بلي پياوړي کيږي او اوس د دې گواښ موجود دئ چي ټول ولايت په خپل کنترول کي راولي.

دانش ويلي دي له تير کال راهيسي د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د ياغيانو پرضد عملياتو په پيلېدو سره د دوی ولايت ته ډېر بهرني جنگيالي ورغلي دي. د هغه په خبره دغه جنگيالي له ځايي طالبانو سره يو ځای سوي او فعاليتونه ئې ډېر کړي دي.

د راپورونو له مخي، دغو ياغيانو اوس حتی د کندز ښار در وازو ته نژدې د تلاښۍ پوستې جوړي کړي دي. ويل کيږي چي د سه شنبې په ورځ په کندز کي د آلمان یو مرستندوی کارکوونکی ورک سوی دئ. اټکل کيږي چي هغه به تښتول سوی وي.

د دغه ولايت د چهاردرې ولسوالي چي ويل کيږي ځيني برخي ئې د ياغيانو په لاس کي دي، يوه اوسېدونکي ارباب حکيم د آلمان خبري آژانس ته په خپله سیمه کي د بهرنيو جنگياليو په اړه ويلي دي: «دوی تور يونيفورم لري.» هغه زياته کړې ده: «دغه پردي خلک ډيري پيسې لري او پر ځايي طالبانو باندي اغېز لري.»

د چهاردرې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي حاجي نورالدين بيا ويلي دي چي د «تور کاليو» خلکو له خوا چي ډېر ئې چيچينيان او د «ازبکستان د اسلامي حرکت» جنگيالي دي د سيمه اوسېدونکي بېرول سوي دي. هغه زياته کړې ده چي له دغو جنگياليو سره نور بهرني جنگيالي هم ورسره دي چي د بمونو د ښخولو او کورونو د پلټولو روزنه ورکوي. «دوی دغه راز ځايي ښځو ته د جهاد او اسلام په برخه کي ښوونه ورکوي.»

حاجي نورالدين ويلي دي چي ځايي خلک د افراطيانو له خوا د «جهاد بها» ورکولو ته مجبوره سوي دي. هغه ويلي دي چي دی په خپله مجبوره سو چي ۸۰۰ يورو ورکړي. نورالدين ويلي دي: «دغه نوي جنگيالي ډېر بې ادبه او بدرفتاره دي، دوی زموږ په شخصي کارونو کي مداخله کوي. ځايي طالبان د کليو له خلکو سره ښه وضعيت کوي، خو دغه نوي بيا کولای سي يوازي خلک ووژني.»

د کندز ولايت د چهار درې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چي په تيرو شپږو مياشتو کي نزدې لس تنه مشران او مخور وژل سوي دي.

بله خوا بيا په کندز ولايت کي د ځايي طالبانو يوه قوماندان، افغان ملي اردو ته په اشارې سره د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «د دغه مريي ځواک وضعيت ډېر خراب دئ. کله چي موږ له دوی سره په جنگ پيل وکړو دوی دمخه لا تښتي.» هغه ويلي دي چي دوی تر اوسه پوري د کابل داسي کمزور حکومت نه وو ليدلی: «موږ کولای سو په دوبي کي ډېر اسانه ټول کندز ونيسو.»

د آلمان خبري آژانس ليکلي دي چي که په کندز کي د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه افغان چارواکو خبرداری نه وای ورکړی، د دطالبانو د يوه قوماندان دغه شان څرنگدونو ته سړي د هغوی د معمولي تبليغاتو رنگ ورکولای سوای.

د کندز والي محمد عمر صافي تيره مياشت ويلي ول چي که کابل نور امنيتي ځواک دغه ولایت ته و نه لېږي، دی به استعفا وکړي. د هغه مرستيال دانش ويلي دي چي په دغه ولايت کي بهرني جنگالي او ځايي طالبان «تر افغان امنيتي ځواک په ښوو وسلو مجهز دي».

د کندز يوه پوليس چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي ويلي دي: «له هغه وخت راهيسي چي له دغه ولايت څخه آلماني عسکر وتلي دي، دلته يوه امنيتي خلا رامنځ ته سوې ده.» دغه پوليس ويلي دي چي په کندز ولايت کي امنيتي وضعيت تر بل هروخت اوس خراب سوی دئ.

د دغه ولايت مرستيال والي دانش هم دغه خبره تائيد کړې ده او ويلي ئې دي چي «اوس په کندوز کي له ۲۰۰۲م کال راهيسي تر بل هر وخت خورا خراب حالت دئ.»