1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شکایتونو ته رسیدگي، به د ټاکنو پر پایلو اغیز ولري

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وایي چې د سند او مدرک لرونکو شکایتونو شمیر ۱۸۹۲ ته رسیدلی دی چې د هغې له جملې څخه د شکایتونو ۸۷۰ مورده د ټاکنو پر پایلو اغیز اچولی شي.

https://p.dw.com/p/1BhCu
انځور: BANARAS KHAN/AFP/Getty Images

دغه کمیسیون وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په اړه ۳۳۸ او د دغه کمیسیون د کارکوونکو په اړه ۱۰۱۷ شکایتونو ته نسبت ورکړل شوی دی. همداشان په دغه کمیسیون کې د ولایتي شوراگانو د نوماندانو په اړه ۵۳۷ شکایتونه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وایي چې د تلیفوني او بې اسنادو شکایتونو شمیر کم شوی دی، په داسې حال کې چې د مستندو شکایتونو شمیر بیا زیات شوی دی. د دغه کمیسیون د مسوولانو د څرگندونو له مخې ۱۹۳ شکایتونه داسې دي، چې ښيي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو په تقلب کې لاس لرلی دی.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون ویاند نادر محسني، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې ۱۳مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «د شکایتونو له جملې څخه ۸۷۰ شکایتونه داسې دي چې زموږ د طرز العملونو پر اساس د الف په کتگورۍ کې قرار لري او هغه موارد دي چې کولای شي، د ټاکنو پر پایلو اغیز پرې باسي.»

شکایتونو ته رسیدگي، په کابل او ټولو ولایتونو کې پیل شوې ده او شکایتونو ته د رسیدگۍ ټولې غونډې د کاندیدانو د ناظرانو او د څارنې د بنسټونو د استازو په حضور کې په علنۍ توگه تر سره کیږي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون ویاند په خپلوخبرو کې وړاندې وویل چې ښایي په ولایتونو کې شکایتونو ته د رسیدگۍ بهیر یو څه ډیر وخت ونیسي، خو هغه وویل چې دغه موضوع نه شي کولای د نتایجو د نهایې اعلان په اړه په ټاکنیز مهال ویش کې کوم بدلون راولي.

«مخکې له مخکې قضاوت مه کوئ»

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له ټولو کاندیدانو څخه وغوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو د رسیدگۍ په برخه کې مخکې له مخکې قضاوت څخه ډډه وکړي. ښاغلي محسني وویل چې شکایتونو ته رسیدگي په رڼه او علني توگه تر سره کیږي: «شفافیت زموږ په لومړیتوبونو کې دی. نه یوازې په شعار سره بلکې کمیسیون دغه کار په عمل کې هم په اثبات رسولی دی. له دې امله له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو او د نظام د مختلفو ارگانونو څخه مو هیله دا ده چې پرته له دې چې دغه بهیر له نزدې وڅاري، وخت تر مخه له قضاوت څخه جدي ډډه وکړي.»

د نوموړي کمیسیون د مسوولانو د وینا له مخې، تر ټولو زیات شکایتونه د بلخ، هرات، تخار او نورستان له ولایتونو څخه ثبت شوي دي. دغه کمیسیون وایي داسې صندوقونه هم شته دي چې پر رای پاڼو پرته له دې چې د رایې ورکوونکي نوم او د کارت شمیره لیکل شوي وی، د کتابچې په شکل صندوقونو ته وراچول شوي دي.

دغه کمیسیون وایي چې د تیرو ټاکنو په پرتله د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه په تر سره شوو ټاکنو کې تقلب ډیر کم دی. د نوموړي کمیسیون مسوولان دا هم وایي چې تقلب په دې اندازه نه دی چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

خو ښاغلي محسني په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د افغانستان خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې پر گډون کولو سره ستر تاریخي ویاړ رامنځ ته کړ او د ټاکنیزو شکایتو کمیسیون به د پاکو رایو له جملې څخه یوازې ناپاکه او بې صاحبه رای بیلې کړي.

د ټاکنیزو شکایتو کمیسیون د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي دي، چې د ټولو هغو صندوقونو لست چې د تقلب له کبله قرنطین کیږی، دوی ته وسپاري.