1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا امريکايي وگړی محکوم وگاڼه

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۳, یکشنبه

شمالي کوريا امريکايي وگړی متي ميلر په شپږ کاله بند محکوم کړ. د حکم منطق ياد سوي نه دي. په دغه هيواد کي دوه تنه نور امريکايي وگړي هم په اوږده بند محکوم سوي دي.

https://p.dw.com/p/1DC4Q
Prozess Todd Miller in Nordkorea
انځور: Reuters/KCNA

د شمالي کوريا د رسمي خبري آژانس «KCNA» د معلوماتو له مخي پر دغه ځوان امریکايي وگړي باندي چي د «سيلاني په جامو» کي شمالي کوريا ته ننوتی وو په «خصمانه اقداماتو» تورن سوی دئ.

متي ميلر، په اپريل مياشت کي هغه مهال ونيول سو چي شمالي کوريا ته تر ورننوتلو وروسته ئې د سياسي پنا غوښتنه کړې وه.

د ميلر تر څنگ دوه تنه نور امريکايي وگړي هم د شمالي کوريا د مامورينو له خوا نيول سوي دي. دغو درو سرو کسانو درې اوونۍ دمخه له امريکا څخه د مرستي غوښتنه کړې وه.

د ميلر جزا تر ۴۵ کلن مبلغ کنت بيي، ډېره لږ ده. هغه يو کال دمخه د اردوگاه په پنځلس کاله بند محکوم سو. ۵۶ کلن جفري فوله، چي هم شمالي کوريا ته د سېلاني په توگه داخل سوی وو، د جاپاني رسنيو په حواله له هوټله د وتلو پرمهال ئې هلته خپل مقدس کتاب پرې ايښی وو.

د بشري حقونو په اړه خپل راپور

د شمالي کوريا کمونيستي رژيم د بشري حقونو په اړه د خپل سياست په چوکاټ کي د نړيوالو هغو تورونو ته جواب ويلي دئ چي د بشري حقونو په هکله ئې لري.

ويل سوي دي چي امريکا متحده ايالات او نور «متخاصم ځواکونه» په شمالي کوريا کي د بشري حقونو په اړه درواغ وايي او په کورنیو چارو کي ئې مداخله کوي.