1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت بیلانس

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ مهر ۲۰, یکشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر، ويلي دي چې په لومړي سر کې د افغانستان ماموریت لپاره د توقعاتو کچه «ډیره لوړه ټاکل» شوې وه، حال دا چې د دې هیواد په «ځینو برخو کې لا تراوسه زورزیاتی روان دی.»

https://p.dw.com/p/1DTmu
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایرانځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت له پای ته رسیدوڅخه لږ مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر، په نوموړي هیواد کې د دغه ماموریت په هکله یو سوړ بیلانس وړاندي کړ.


مشهورې آلمانې ورځپانې «فرانکفورتر الگماینر» ته په یوې لیکل شوې مقالې کې شتاینمایر ویلي دي: « تر زیاتې کچې داسې ښکاري چې زمونږ ستره اشتباه دا وه چې مونږ د خپلو توقعاتو کچه ډیره لوړه ټاکلې وه او هغه هم په ډیرو کمو مصارفو او قربانیو سره.»


د آلمان د سوسیال دیموکرات SPD ګوند دغه لوړ پوړي سیاستوال په خپلې لیکل شوې مقالې کې اعتراف کړی: «مونږ غوښتل چې نه یواځې هغه امنیتې خطر چې له افغانستان څخه ېې سرچینه اخیستله، شنډ کړو، بلکه په ډیر لږ وخت کې به د دې هیواد راتلونکی زمونږ د تصوراتو له مخې جوړ شي.»

«پرمختګونه هم شوي دي»


د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ورځپانې کې لیکلي دي: البته په دې کې شک نه شته چې په افغانستان کې ډير پرمختگونه هم شوي دي، خو ډیر نور شته چې تر اوسه پورې پرې«لاس برتوب» نه دی موندل شوی. هغه وویل چې د بیلگې په توگه لا تراوسه په افغانستان کې د نشه ېې توکو سوداگرې نه یواځې دا چې تر کنترول لاندی نه ده راغلې، بلکه لا نوره یې هم وده کړې ده. دغه راز اختلاس او اداري فساد په ټولو سطحو کې موجود دی.


له افغانستان څخه د آلماني پوځ د وتلو بهیر روان دی
له افغانستان څخه د آلماني پوځ د وتلو بهیر روان دیانځور: DW/M. Saifullah


شتاینمایر وویل: « په ډیرو ولایاتو کې لا تراوسه زور پالونکي جگړه ماران واکمن دي، د دې هیواد په ځینو برخو کې زور زیاتی لا پای ته رسیدلی نه دی.» هغه وویل : « پر تندلارو طالبانو باندي ډیر مخکې د یو بریالیتوب گمان وشوو.»


خو د المان د بهرنیو چارو وزیر دا خبره رده کړه چې گواکې په افغانستان کې نړیوال ماموریت په مجموع کې ناکامه وگڼل شي. هغه وویل چې اوس له دغه هیواد څخه نړیوالۍ ټولنې ته د ترهگرۍ گواښ موجود نه دی. شتانیمایر په خپلې مقالې کې په دی هکله لیکلي دي : که چیری سړی اوس افغانستان له سورېې او عراق سره پرتله کړي، نو «په څرگنده توگه سړی ویني چې د افغانستان وضعیت د نوموړو هیوادونو په پرتله غوره دی.»


د آلمان پوځ د ۲۰۰۱ کال له پای څخه را په دې خوا په افغانستان کې ماموریت تر سره کوي او غواړي چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک، ایساف سره په گډه خپل جنگي ماموریت د روان میلادي کال په آخر کې بشپړ او پای ته ورسوي.


د ۲۰۱۵ کال له پیل سره د پوځي روزنې او ملاتړ ماموریت پیل کيږي چې په هغه کې کیدای شي چې آلمان خپل ۸۰۰ سرتیري وگماري.