1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیگار: ډیر شمیر سپکې وسلې لادرکه دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۷, سه‌شنبه

د یوې امریکایي څارنیزې ادارې په خبره حکومت نه دی توانیدلې چې د افغان ځواکونو ته د ۴۶۵ زرو سپکو ورکړل شویو وسلو درک په اغیزمنه توگه وکړي. دغې نیمگړتیا داسې اندیښنې راپیدا کړې دي چی نه شي وسلې د یاغیانو لاس ته لویدلې وي.

https://p.dw.com/p/1Ckya
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د بیا رغاونې د بهیر ځانگړې پلټونکې خپلواکې امریکایي ادارې یا SIGAR یو رپوټ وايي چې د متحده ایالاتو حکومت د هغو وسلو په هکله چې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوې دي نیمگړي معلومات ثبت کړي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د ثبت او سجل په سیستمونو کې د دغو وسلو په هکله یا خو هیڅ معلومات نه شته او یا هم په تکراري معلومات ثبت شوي دي.

سیگار ویلي دي چې د افغان حکومت په سیتستم کې یې چې باید دغه وسلې په کې ثبت وي لا جدي ستونزې موندلې دي. د دې ادارې له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي: «هغه ستونزې چې د وسلو د دقیق ثبت او د هغوی د نه څارنې له کبله رامنځ ته شوې دي ښايي د افغان امنیتي ځواکونو د شمیر د کمولو پلان له عملي کولو سره لا ډیرې شي.» پلان شوې ده چې افغانستان تر ۲۰۱۷ کال پورې له ۳۳۵۰۰۰ څخه د خپلو امنیتي ځواکونو شمیر ۲۲۸۰۰۰ ته راټیټ کړي.

سیگار روښانه کړې ده چې امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو افغان امنیتي ځواکونو ته د هغوی تر غوښتل شوي اندازې ډیرې وسلې ورکړې دی. د دې ادارې د رپوټ له مخې همدا اوس افغان ځواکونه تر خپلې اړتیا ۱۱۲۰۰۰ ډیرې سپکې وسلې لري.

په رپوټ کې روښانه شوې ده چې امریکا متحده ایالاتو له افغان حکومت څخه دا غوښتنه نه وه کړې چې د نویو وسلو د ترلاسه کولو په صورت کې خپلې پخوانۍ روسي وسلې له منځه یوسي. اوس چې پلان شوې ده نړیوال جنگي ځواکونه د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي، ښايي د دغو وسلو برخه لیک تر بل هر وخت ډیر ارزښت ولري.

له افغانستان څخه د بهرنیو جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته، په دې هیواد کې د یاغیانو پر ضد د جگړې بشپړ مسوولیت پخپله افغانانو ته سپارل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم یو شمیر څارونکي د دغو ځواکونو د وړتیاو په اړه شک لري.

سیگار د امریکا متحده ایالاتو حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د وسلو د ثبت سیستمونه لا تقویه کړي او افغان امنیتي ځواکونو ته د ورکړل شویو وسلو په اړه څیړنې وکړي. په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې اوس د دغې ستونزې د له منځه وړلو له پاره هلې ځلې پیل شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب