1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپېنې ماڼۍ د نوماندانو د توافق هرکلی وکړ

سيدرياض / حسين سيرت۱۳۹۳ شهریور ۳۰, یکشنبه

امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو تر منځ د «ملي یووالي» د حکومت د رامنځ ته کیدو پر سر توافق، ستایلی دی. د افغانستان عامو وگړو هم د دغه توافق هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DGSX
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د سپیني ماڼۍ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې متحده ایالات د ولسمشرۍ د نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي «د ملي وحدت د حکومت د هوکړه لیک د لاسلیکولو ستاینه کوي.» دغه خبر پاڼه وړاندې کاږي چې د دواړو نوماندانو تر منځ د هوکړه لیک لاسلیکول به «د افغانستان سیاسي بحران ته د پای ټکی کیږدي او د باور حس به بیا راژوندی کړي.»

په دغه وینا پاڼه کې د د دواړو نوماندانو تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک څخه ملاتړ څرگند شوي او د راتلونکي حکومت سره همکارۍ ته چمتووالی ښوول شوی دی. د سپنې ماڼۍ د وینا پاڼۍ له مخې په میلیونونو افغانانو د گواښونو او تاوتریخوالي سره سره، خپلې رایې وکارولې او په وینا یې دغه هوکړه لیک د افغانستان د خلکو ټولیزي ارادې ته درناوی دی.

همداشان په نوموړې وینا پاڼه کې ویل شوي دي چې «متحده ایالات دغه هوکړه لیک په افغانستان کې د یووالی او ثبات له پاره یو ارزښتمن فرصت په گوته کوي.»

«نا مطمئن حالت رامنځ ته شوی ؤ»

په وینا پاڼه کې د افغانستان پر سیاستوالو، مذهبي او مدني ټولنې پر مشرانو سربیره په ټولو افغانانو باندې غږ شوی دی چې د دغه هوکړه لیک د ملاتړ او د یو بل پر وړاندې د همکارۍ او زغم څخه کار واخلي.

په دغه وینا پاڼه کې وړاندې راغلي دي: «ولسواکه بهیر ته درناوی یوازینۍ لار ده چې افغانستان د یوې خوندي او ثبات لرونکي راتلونکي پر لور خپل پرمختگ ته دوام ورکړي او د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې دوام لرونکی ملاتړ خپل کاندي.»

د ملي یووالی حکومت د جوړیدو پر سر توافق په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د نمایندگۍ له لوري هم ستایل شوی دی. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازي یان کوبیش د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې چې کوم نامطمین حالت رامنځ ته شوی وو، د افغانستان پر امنیت، اقتصاد او حکومتدارۍ باندې یې ناوړه اغیز اچولی وو.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې په لاس راغلی توافقنامه باید ژر د اجرا وړ وگرځي، تر څو د هغې پر اساس د ملي یووالی حکومت جوړ شي. ملگرو همداشان ویلي دي چې د افغانستان له نوي حکومت څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

عام افغانان څه وایي؟

د افغانستان عادي وگړو د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو له لوري د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په هکله د هوکړه لیک لاسلیکید ستایلي دي. د هغوی په وینا د دوو نوماندانو تر منځ توافق د یوې احتمالې جگړې د پیلیدو او د افغانستان د خلکو د دربدری په پرتله په څو واري ښه کار دی.

د حامد په نوم د کابل ښار یو تن اوسیدونکي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په اوسني وخت کې دا د حل تر ټولو ښه لاره وه.» نوموړي کس چې د ولسمشرۍ ټاکنو په دواړو پړاونو کې یې خپله رایې کاروله ده وایي چې د څه له پاره چې رایې ورکړې وه هغه هدف ته نه دی رسید، ځکه چې د هغه په وینا د یوه داسې حکومت د جوړیدو له پاره یې رایې کاروله وه، چې له فساد څخه پاک وي. د حامد په وینا د ملي وحدت له حکومت څخه داسې توقع نه کیږي.

خو د کابل ښار شمیر یو اوسیدونکي په دې نظر دي چې د ټاکنو اوږیدیدو د افغانستان پر اقتصاد او خلکو باندې نه جبرانیدونکی اغیز پریښې دی. د طنین سلیمان خیل په نوم یو تن وایي: «انتخاباتي کړکیچ د افغانستان اقتصاد ته ډیر تاوان واړوه. خلکو په میلیاردونو ډالره تاوان وکړ او ټول له کاروبار څخه پاتې ول. له دې نظره دا ښه کار شوی دی.» د سلیمان خیل په وینا که چیرې یوه نوماندان د خلکو د رایو پر اساس گټونکی وای، نو افغانستان به د یوه ملي والي د حکومت پر ځای ښه حکومت درلودای.