1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویلي افریقا، ویسټ انډیز ته په ۲۵۷ منډو ماتې ورکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ اسفند ۸, جمعه

د کرکیټ د نړیوال جام په سیالیو کې د B گروپ دوو لوبډلو سویلي افریقا او ویسټ انډیز د فبرورۍ په ۲۷مه نیټه یو له بل سره لوبه وکړه. لوبه د ۲۵۷ منډو په توپیرو سویلي افریقا وگټله.

https://p.dw.com/p/1Eikx
انځور: Getty Images/AFP/S. Khan

د لوبې پچه یا ټاس سویلي افریقا وگاټه او پخپله یې د منډو جوړولو پریکړه وکړه. که څه هم د دې لوبډلې لومړی لوبغاړی کوک تر ۱۲ منډو جوړولو وروسته په شپږم اورو کې وسوځید، خو نور لوبغاړي بیا یې د ویسټ انډیز د بالرانو پر وړانړې ټینگ شول. په دې ترتیب سره سویلي افریقا وتوانیده چې په پنځوسو اوورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ټول ټال ۴۰۸ منډې جوړې کړي.

هاشم امله په ۸۸ توپونو ۶۵، پلیسیس په ۷۰ توپونو ۶۲، راساوو په ۳۹ توپونو ۶۱، ویلاییرس په ۶۶ توپونو ۱۶۲، میلر په ۱۶ توپونو ۲۰ او بیهاردین بیا په ۵ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې. د سویلي افریقا په توپ وهوونکې کې د ویلاییرس او راساوو منډې د پام وړ وې.

له دې سره د سویلي افریقا لوبغاړي وتوانیدل چې د خپلې سیالې لوبډلې له پاره ډیر لوړ هدف وټاکي. د ویسټ انډیز له خوا یوازې راسیل وتوانید چې دوه ویکټې ترلاسه کړې خو تایلر، بین او سامي بیا پر دې واتوانیدل چې یو، یو لوبغاړی وسوځوي.

کله چې د ویسټ انډیز په توپ وهنې پیل وکړ نو خپل لومړی لوبغاړی یې هغه وخت له لاسه ورکړه چې مجموعي منډې یې یوازې ۱۲ وې. د دغې لوبډلې د لوبغاړو له ډلې څخه یوازې هولدر وتونید چې ۵۶ منډې جوړې کړي، نور ټول لوبغاړې په ډیرو کمو منډو وسوځیدل. د ویسټ انډیز ټول لوبغاړي د ۳۴ اوور په لومړي توپ د ۱۵۱ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیدل او سویلي افریقا دغه لوبه د ۲۵۷ منډو په توپیر وگټله.

د سویلي افریقا له لوبډلې څخه طاهر پنځه، او ابوټ او مورکل دوه، دوه ویکټې واخیستې.
تر دې لوبې وروسته د سویلي افریقا لوبډله د B گروپ په درجه بندۍ کې تر هندوستان وروسته د څلورو پاینټونو په لرلو سره دویم ځای ته راغله.