1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویلي افریقا، ایرلنډ ته سخته ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام په سیالیو کې سویلي افریقا، ایرلنډ ته په ۲۰۱ منډو ماتې ورکړه. دا په روانو سیالیو کې دوهم وار دی چې سویلي افریقا تر ۴۰۰ زیاتې منډې جوړوي.

https://p.dw.com/p/1EkQR
انځور: Getty Images/AFP/S. Khan

سویلي افریقا د کرکیټ د نړیوال جام په سیالیو کې یو ځل بیا تر څلورو سوو زیاتې منډې وکړې او خپلې مخالفې لوبډلې ایرلنډ ته یې په ۲۰۱ منډو ماتې ورکړه. د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته سویلي افریقا پخپله منډو جوړو ته ملا وتړله او په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۴۱۱ منډې وکړې. تر دې د مخه سویلي افریقا د ویسټ انډیز سره په یوه سیالۍ کې ۴۰۸ منډې کړې وې. د سویلي افریقا لوبډله په روانو سیالیو کې لومړۍ لوبډله ده چې تر څلورو سوو زیاتې منډې کوي.

که هم څه د سویلي افریقا لومړی لوبغاړی هغه وخت وسوځید چې مجموعی منډې یې یوازې ‍۱۲ وې. خو تر هغې وروسته د سویلي افریقا توپ وهونکي ډیره په زړه پورې لوبه وکړه. د سویلي افریقا له لوري تر ټولو زیاتې منډې هاشم املا جوړې کړې. ده پر ۱۲۸ توپونو د څلورو شپږیزو او ۱۶ څلوریزو پر مټ ۱۵۹ منډې وکړې.

د سویلي افریقا بل لوبغاړی پلسېس وو چې پر ۱۰۹ توپونو یې ۱۰۹ منډې وکړې. د رسوو ۶۱ منډې هم د پام وړې وې چې تر آخره ناسوځیدلې پاتې شو. د سویلي افریقا توپ وهونکو یوازې په وروستيو لسو اوورونو کې ۱۱۰ منډې وکړې.

که څه هم په تیرو سیالیو کې ایرلنډ خپلې دواړې لوبې گټلې وې، خو له لومړي سره معلومه وه چې د ایرلنډ له پاره به د ۴۱۲ منډو هدف پوره کول گران کار وي. د لوبې له پېل څخه ایرلنډي توپ وهونکي د سویلي افریقا د بالرانو پر وړاندې ټینگ نه شول او د ۴۸ په مجموعي منډو یې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

تر هغې وروسته د ایرلنډ توپ وهونکي یو څه تم شول خو د ویکټو د لویدو لړۍ همداسې روانه وه. بالاخره د ۴۵ اوور په وروستي توپ، د ۲۱۰ مجموعي منډو تر جوړیدو وروسته د ایرلنډ وروستی توپ وهونکی هم وسوځید او سویلي افریقا دغه لوبه د ۲۰۱ منډو په توپیر وگټله. په B گروپ کې د هند هیواد د ۶ پواینټونو په لرلو سره لومړی ځای لري. سویلي افریقا هم ۶ پواینټونه لري او په دوهم ځای کې قرار لري. په ترتیب سره بیا ویسټ انډیز او ایرلنډ په دریم او څلورم ځای کې قرار لري.

په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان او آسترالیا د لوبډلو تر منځ چې په A گروپ کې دي، سیالي تر سره شي. دا به د افغانستان څلورمه لوبه وي. افغانستان تر دې دمخه له خپلو درو لوبو څخه دوې بایللي او یوه گټلې ده. په A گروپ کې بیا د نیوزیلنډ هیواد په ۸ پواینټونو سره په لومړي سر کې قرار لري. دوهم ځای بیا سریلانکا لري چې ۶ پواینټونه یې راخپل کړي دي. د درو، درو پواینټونو په لرلو سره په ترتیب بنگله دیش او آسترالیا بیا دریم او څلورم ځایونه خپل کړي دي. افغانستان د دوو پواینټونو په خپلولو سره سره په پنځم ځای کې قرار لري.

له هر گروپ څخه به د سر لومړۍ څلور لوبډلې کوارټر فاینل ته لار مومي. د روان نړیوال جام پای لوبه د مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه تر سره کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب