1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريايي ياغيانو ته وسلې ورکول کيږي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۸, جمعه

د امريکا متحدو ايالاتو د سوريې ياغيانو ته د وسلو ورکولو له کلونو انکار وروسته اوس پريکړه کړې ده چي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد منځلارو ډلو ته وسلې او روزنه ورکړي.

https://p.dw.com/p/1DFeA
انځور: Reuters/Muhammad Qadour

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما له کانگرس څخه د خپلي ستراتيژۍ د اصلاي ټکي ملاتړ، چي هدف يې د اسلامي دولت ډلي پرضد مبارزه ده ترلاسه کړ.

د استازي مجلس تر تصويب وروسته سنا هم له اسلامي دولت ډلي سره د مبارزې په برخه کي د سوريې د منځلارو ياغي ډلو روزنه او په وسلو مجهز کېدل تصويب کړل.

د سنا مجلس ۷۸ استازو د اوباما ملاتړ او ۲۲ تنو ئې مخالف کړی دئ. په دې سره اوباما کولای سي دغه قانون لاسلیک او نافذ کړي. دغه قانون يوازي د ډسمبر مياشتي تر نيمايي پوري اعبار لري.

په نومبر مياشت کي د کانگرس تر ټاکنو وروسته ويل سوي ول چي د اسلامي دولت ډلي پرضد د سمي ستراتيژۍ په اړه به بيا بحث وسي. د امریکا جمهور رئيس د پريکړي په اړه د کانگرس «چټکتيا او جديت» ستايلي دئ.

ويل سوي دي، د دې له پاره چي له اسلامي دولت ډلي سره په مبارزه کي په سوريه کي منځلاري ياغي ډلي تقويه سي د اوباما حکومت به په سوريه کي «منځلارو ياغيانو ته وسلي او روزنه ورکړي».

د اوباما د معلوماتو له مخي له اسلامي دولت ډلي سره په مبارزه کي نزدې ۴۰ هيوادونه د دوی ملاتړ کوي. عربي هيوادونو هم د مرستو اعلان کړی دئ.

د کانگرس په څو ساعته بحث کي د جمهوريت غوښتونکو استازي ليندسي گراهام، وويل: «دا وروستی چانس دی چي د اسلامي دولت ډله بيرته په غار ننباسو، څو په نژدې ختيځ کي ستونزي زياتي نه سي.» هغه دغه اقدم تر وخت تېر بللی دئ.

خو د هغه گونډي ملگري مارکو روديو، بيا ويلي دي: «تر هيڅکله ناوخته» اقدام هم ښه دئ. د چهارشنبې په ورځ د امريکا د استازو مجلس ۲۷۳ استازو د دغه اقدام په پلوي او ۱۵۶ ئې مخالفه رايه ورکړې وه.

۵۰۰ ميليونه ډالره

د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل د معلوماتو له مخي د ملېشو د روزني ماموريت به له کاله ۵۰۰ ميليونه ډالره لگښت ولري. په دې سره به نو هر کال د اپوزېسيون ۵۰۰۰ ياغيان وروزل او په وسلو مجهز سي.

ويل کيږي چي په لومړي سر کي به ياغيانو ساده تجهيزات سپکي وسلې او نقليه وسايل ورکړل سي. کله چي ياغيان له اسلامي دولت ډلي سره په جنگ کي پرمختگ وکړي بيا به پرمختللي وسلې ورکړل سي.

د امريکا متحدو ايالاتو د معلوماتو پر اساس د منځلارو ياغيانو د روزلو ماموريت به په سعودي عربستان کي ترسره کيږي.