1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان پر يمن بمبارۍ بندي کړې

rtr, dpa/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

پر يمن باندي د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف بمبارۍ تر ۴ اونی دوام وروسته پای ته ورسېدې. اوس سعودي عربستان د دغه ماموريت د پای اعلان وکړ، خو کيدای سي مځکني عمليات پيل سي.

https://p.dw.com/p/1FC8O
انځور: MOHAMMED HUWAIS/AFP/Getty Images

د سعودي عربستان په مشرتوب سيمه ييز ائتلاف د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۵م کال د اپريل ۲۱مه) اعلان وکړ چي پر يمن باندي د هوايي يرغلونو ماموريت پای ته ورسېد، ځکه چي پوځي هدفونه ئې سر ته ورسېدل.

د دغه ائتلاف يوه وياند جنرال احمد عسيري د سعودي عربستان په دولتي تلويزيون کي ويلي دي چي اوس به د «اميدونه بيرته پيدا کول» په نوم عمليات پيل سي. د دغه نوي ماموريت هدف امنيت بيرته ټينگول، د حوثي ياغيانو د پرمختگ مخنيوی او د ملکي وگړو خونديتوب دئ. هغه د نورو پوځي عملياتو امکان هم نه دی رد کړی.

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د دغو عملياتو د ختم تر اعلان وروسته له «ام اس بي سي» شبکې سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ بايد ټول اړخونه سره راټول کړو او يو سياسي حل ته ورسيږو.»

د اوباما تر خبرو نزدې يو ساعت دمخه د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت شورا يوې وياندي آليستر باسکي د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر يمن باندي د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف بمباريو د ختمېدو هرکلی وکړ.

د روان مېلادي کال د مارچ مياشتي له ۲۶ نېټې راهيسي د رياض په مشرتوب سيمه ييز ائتلاف په يمن کي پر حوثي ياغيانو او د هغوی پر پوځي ملاتړو نزدې ۲۰۰۰ هوايي يرغلونه وکړل.

حوثي ياغيان له اوونيو راهيسي د يمن د جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي، د پلويانو پرضد جنگيږي او ډيري سيمي ئې نيولي دي.

دغو هوايي بمباريو تر اوسه پوري کوم بدلون نه وو راوستی. ادعا کيږي چي په دغو بمباريو کي تر ډيره ملکي وگړي وژل سوي دي. د دوشنبې په ورځ د يمن پر پلازمېنه صنعا باندي په بمبار کي ۴۰ انسانان ووژل سول.

دوې ورځي دمخه امريکا متحدو ايالاتو له فارس خليج څخه عرب درياب ته دوې نوري جنگي الوتکي وړونکي کښتۍ هم ولېږلې.

د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند د دغو کښتيو د لېږلو هدف په سیمه کي د «حمل و نقل مسير» خوندي ساتل بللی دئ.

د امريکا له حکومتي کړيو څخه ويل سوي دي چي که چيري په يمن کي وضعيت نور هم خراب سي نو د دغو جنگي بېړيو حضور به په سيمي کي امريکايي سياستوالو ته يو اضافي اپشن وي.

د دغه غريب عربي هيواد ساحل ته نژدې ۷ نوري جنگي امريکايي کښتۍ هم په گښت کي دي. پنتاگون د «وال ستريت ژورنال» هغه راپور رد کړی دئ چي ليکلي ئې ول، دغه دوې نوري کښتۍ له دې ويري د يمن خواته لېږل سوي دي، چي داسي نه چي ايران په يمن کي حوثي ياغيانو ته وسلې ولېږي.

په ځانگړې توگه سعودي عربستان بيا پر ايران تور لگوي چي د يمن حوثي ياغيانو ته پوځي روزنه او وسلې ورکوي. ايران دغه تورونه نه مني او د راپورونو له مخي څارونکي هم شک لري چي ايران دي په يمن کي پر حوثي ياغيانو باندي اغېزه ولري.