1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان «جلاد» ته اړتيا لري

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

په روان کال کي په عربستان کي تر اوسه پوري ۸۵ کسان اعدام سوي دي. داسي ښکاري چي د ډيرو اعدامونو په خاطر دي په عربستان کي د «جلاد» کمښت وي. د عربستان د ټولنيزو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي «جلادان» استخداموي.

https://p.dw.com/p/1FTDj
انځور: picture-alliance/dpa/Abir Abdullah

د سعودي عربستان د ټولنيزو چارو وزارت په خپله انترنيت پاڼه کي داسي يو اعلان خپرو کړی دئ، چي وايي اتو تنو «جلادانو» ته اړتيا لري.

په دغه اعلان کي دې ته اشاره نه ده سوې چي متقاضيان دي څه ډول مهارتونه ولري او دا هم نه دي ويل سوي چي دستمز به ئې څو وي.

د دغي دندې استخدام ته د نارينه متقاضيانو کار به دا وي چي د هغو مجرمانو چي د اعدام حکم يې سوي وي يا کيږي، سرونه يا د بدن غړي پرې کړي.

په سعودي عربستان کي هغه جرمونه، لکه قتل، د مخدرو موادو او وسلو راکړه ورکړه د مرگ سزا لري. دغه شان سزاوي معمولاً په عام محضر کي ترسره کیږي چي محکوم د څټ له خوا په توره وهل کيږي.

د بشري حقونو نړيوال سازمانونه له کلونو راهيسي د سعودي عربستان پر هغه حکم باندي چي محکوم مجرم دي د چټ له خوا په توره ووهل سي، نيوکي کوي. د دغو سازمانونو ځيني ئې اجرايي احکام «وحشيانه» بولي.

د روان کال په جنوري مياشت کي يوه ښځه په عام محضر کي د څټ له خوا په توره ووهل سوه. دغه ښځه په قتل او د خپلي ۷ کلني لور څخه په جنسي سواستفادې اخيستني تورنه سوې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی دئ، چي د روان کال له پيل راهيسي په سعودي عربستان کي نزدې ۸۵ کسان اعدام سوي دي چي د ډيرو جرم ئې د مخدرو موادو راکړه ورکړه وه.

په ۲۰۱۴م کال کي ۸۸ کسان د څټ له خوا په توره وهل سوي دي.

د نړيوالو منابعو د معلوماتو له مخي چين هم په نړۍ کي هغه هيواد دی چي تر نور ډېر پکښې د اعدام سزاوي عملي کيږي.

د عربستان د ټولنيزو چارو وزارت په انترنيت پاڼه کي خبرتيا
د عربستان د ټولنيزو چارو وزارت په انترنيت پاڼه کي خبرتياانځور: eservices.mcs.gov.sa