1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستره تېښته

الکساندر کوداشف۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

هره ورځ اروپا ته په زرونو مهاجر روان دي. د نوي ژوند په خاطر د هغوی هیله مندي د اوبو د خطرناکو لارو تیرېدل ده. دویچه ویله غواړي د ېوې خاصي خپروني له لاري په مدیترانه کي د مهاجرينو دغمیزو د رامنځ ته کیدو عوامل بیان کړي.

https://p.dw.com/p/1FFJf
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Montanalampo

نوی کال پیل سوی دی او بیا مهاجرين اروپا ته راځي. د هغوی عوامل ډیر زیات دي، فقر او غربت ، لږ تعلیمي امکانات او د کار پیداکولو ډیر کم چانسونه. پردې سربیره دیکتاتوري، استبداد، شکنجه، تعقیب، ظلم، داخلي جنگونه او جنگونه.

دغه ډول جنگونه اکثرأ هغه وخت رامنځ ته کیږي چي یو دولت د له منځ تلو په حال کي وي او مختلف بانډونه او ډلي قدرت اخلي. مهاجر کیدل فقط یو ضرورت او د لاري ورکیدل دي چي انسانان دې ته مجبوروي چي له خپل ټاټوبي څخه وتښتی او په پردۍ ټولنه کي له سره نوی ژوند پیل کړي.

خو له هغو هيوادونو لکه اریتریا، سومالیا، لیبیا، سوریې، عراق، افغانستان او یانورو ‌ډیرو هيوادونو څخه چي اروپا ته انسانان رامهاجر کیږي، د دوی په خپلو هيوادونو کي دننه کوم خلگ چي د خپلو کورونو او کلیو څخه بې ځایه کیږي، له هغوی څخه خو څوک خبري لا هم نه کوي.

پر مهاجرينو باندي لوی تجارت

د اټکلونو له مخي۵۰ ميلیونه انسانان د مهاجرت اوتیښتي په حال کي دي. د هغوی د تگ لاري ډیري خطرناکي او اکثره یې په مرگ تمامیږي. د دغه خطر یو علت دا دی چي دوی په خپله اروپا ته نه سی راتللای او مجبوره دي د قاچاقبرانو په واسطه راسي.

هغوی یې بیا اکثره له سختو او خرابو لارو څخه تیروي، لکه له سوریې څخه تر ترکیې او بیا الجزایر پوري او له هغه ځايه څخه بیا د لیبیا دښتو او بیدیاوو ته. له لیبیا څخه بیا د لویو کښتیو په واسطه د اروپا په امید حرکت راکوي.

خو په دې شرط چي د کښتۍ د کپتان او عملې له خوا په خطر کي وانه چول سي او په اوبو کي ډوب نه سي. دغه عصري غلامي اوس د ميلیاردو ډالرو په سوداگري باندي تبدیله سوې ده. او کله چي ژوندي هم راورسیږي، بیا نو په عاجلو سرپناوو کي اچول کیږي.کله کله ورسره طبي مرستي هم کیږي او اکثره لا داچي تر دې دومره تکلیفونو وروسته په یوه لنډ وخت کي بیرته اخراجیږي او د پناه غوښتنه یې ردیږي. یا داچي هغوی پټیږي، په غیر قانوني ډول سره ژوندکوي، غیرانساني کارونه سرته رسوی، څو خپل ځان او کورنی ته نفقه برابره کړي.

ځیني خو اروپا ته پر راتگ سربیره بیا هم د خپلو کورنیو کومکونو ته مجبوره کیږي او یا په اروپا کي په اصطلاح د خدايی خدمتگارانو له خوا ورسره کومکونه کیږي. دریمه هغه ډله کډوال دي چي د پناه غوښتنه یې قبلیږي، خو ډیری یې بیا بیرته اخراجیږی او هغو ځایونو ته لیږل کیږي، چي دوی ځني راغلي وي یعني فقر او دربدرۍ ته.

لږ بریالیتوب او لویه ناکامي

دویچه ویله غواړي د ېوې خاصي خپروني له لاري د یوې اوونۍ په جریان کي د مهاجرينو د راتگ مسایل وڅېړي: د مهاجرت د شروع کیدو بیا د سختو لارو څخه د تیریدو او بلاخره اروپاته تر راتگ پوري ټوله وڅېړي. هغه غواړي د هغو هيوادونو انځور وړاندي کړي، چي انسانان تښتي.

دویچه ویله غواړي دغه اوږد او خطرناکه سفر، چي اکثراً پکښي ډیر کسان وژل کیږي هم، وڅېړي. دوی ته د وښوي چي مهاجرين یا پناه غوښتونکي دلته په جرمني او اروپا کي له څشي سره مخامخ کیږي.

دا اوونۍ به دواقعیتونو، مایوسیو، لږو بریالیتوبونو او ډیرو ناکامیو په باب موضوع گاني بیان او د انسانانو ناچارۍ به وڅېړي، خو دا چي سیاست څه نه سي کولای د هغه په باب به هم مسایل وڅېړي. ځکه چي له یوه مهاجر سره کومک کول او له بیچارگۍ څخه ژغورل یوه طبیعي انساني وظیفه ده.

خو دا چي ټوله هغه کسان چي د راتگ ارزو لري او نسي کولای راسي او قبول سي دا هم سمه خبره ده. د پناه ورکولو حق یو مقدس انساني حق دی، خو په داسي یوه وخت کي چي په لسونو زره انسانان غواړي له هغه څخه استفاده وکړي، نو د هغه عملي تطبیقول ډیر سختیږي. خو د افریقا په ساحلونو کي د سوونو زرو انسانانو له پاره فقط یو شی مهم دی، هغه دا چي څه وخت بله کښتۍ اروپا ته حرکت کوي. د هغوی له پاره راتگ او د مدیترانې څخه تیریدل ارزښت لري او بس.

پر لويو لارو مهاجرت
پر لويو لارو مهاجرتانځور: picture-alliance/Ton Koene
د دويچه ويله لوی مدير الکساندر کوداشف