1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زغروال وسایل به د افغان اردو د مرگ ژوبلې کچه راټیټه کړي»

شیر محمدي/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

ناټو د افغانستان دفاع وزارت ته په نزدې وخت کې زرې موټرې ورکړي دي چې کولای شي د چاودونو او ځانمرگي بریدونو په برخه کې د امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1D0HS
افغان ملي اردو ته ورکړل شوي زغروال موټرې (انځور له آرشیف څخه)
افغان ملي اردو ته ورکړل شوي زغروال موټرې (انځور له آرشیف څخه)انځور: Reuters/Omar Sobhani

په افغانستان کې د سړک د غاړې په لاس د جوړو شوو ماینونو له کبله، د ناټو ځواکونو د مرگ ژوبلې د کچې د لوړیدو وروسته د «امراب» په نوم له زغروال موټرو څخه گټه واخیستل شوه. دغه ډول زغروالې وسیلې د مخابرې او همداشان د کنترلیدونکو بمونو د دفع کولو پر سیستم باندې سمبالې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري، وایي چې په اوسني وخت کې د افغانستان د ملي اردو یو شمیر منسوبین پر روزنې بوخت دي، تر څو وکولای شي په سمه توگه له دغو زغروال موټرو څخه د عملیاتو پر وخت کار واخلي.

دولت وزیري، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «موږ دوه ضربتي لوا گانې لرو چې په هغې کې داسې زرهپوشونه شته، چې ډیر عصري دي. خو دغه ۲۰۰ زرې موټرې چې افغاني اړخ ته تسلیم شوي دي د متحده ایالاتو په اردو کې ترې استفاده کیږي، یعنې تر مخه امریکایانو استعمال کړي دي او موږ ته یې تسلیم کړي دي. ښه او عصرې زرې موټرې دي.»

د یوې قوي چاودنې په صورت کې هم، په موټر کې دننه سپرو کسانو ته کوم زیان نه اړوي
د یوې قوي چاودنې په صورت کې هم، په موټر کې دننه سپرو کسانو ته کوم زیان نه اړويانځور: Reuters

د نوي افغان ولسمشر د لوړې د مراسمو د رانزدې کیدو او په افغانستان کې د ټاکنو په ترڅ کې د رامنځ ته شوي کړکیچ څخه زور پالونکي گټه پورته کوي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې په بریدونو لاس پورې کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په څو ولایتونو کې له وسله والو مخالفینو سره جگړه ادامه لري.

د ښاغلي وزیري په وینا وسله وال جنگیالي زیاتره وخت بمونه ځای پر ځای کوي او له ځانمرگي بریدونو کار اخلي او په وینا یې افغان امنیتي ځواکونو ته له همدې کبله ډیره مرگ ژوبله اوړي. د وزیري په وینا د چاودیدونکو توکو په مقابل کې د نوموړو زغروال موټرو لوړ کیفیت به د افغان امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې د کچې په راکمیدو کې مرسته وکړي.

د هوايي ځواک نه ملاتړ

خو دولت وزیري، وایي چې د افغانستان اردو اوس هم پوره تجهیزاتو ته لاس رسی نه لري. د هغه په وینا دا هغه مسئله ده چې سږ کال د ناټو ځواکونو تر وتله د مخه ورته باید جدي پاملرنه وشي. هغه زیاته کړه: «لکه څرنگه چې پوهیږئ د ترانسپورت څانگه، یعنې څرخي او ترانسپورتي الوتکې فعالې دي. د څرخي الوتکو برخه ښه ده. په نسبي توگه راضي یو، خو سل په سلو کې نه. خو جنگي او کشفي الوتکې نه لرو. هوایي مدافع څانگې لکه د دافع هوا توپچي، دافع هوا راکټ او د دافع هوا رادر سیستم هم نه دی تشکیل شوی. موږ هیله مند یو چې نړیواله ټولنه له موږ سره مرسته وکړي تر څو دغه څانگې هم تشکیل شي.»

امنیتي تړون

د پوځي او استخباراتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، وایي چې د نړیوال ملاتړ هوايي، اکتشافي او شپنې عملیاتو قطع کیدو وروسته، طالبان زړه ور شوي دي او په وینا یې اوس له پولو په آسانۍ سره افغانستان ته ننوځي.

په هرات ولایت کې د افغانستان د هوايي ځواک یوه الوتکه
په هرات ولایت کې د افغانستان د هوايي ځواک یوه الوتکهانځور: DW

د هغه په آند، نړیوال ځواکونه چې پر کوم معیار باندې له دغو تجهیزاتو گټه پورته کوي، افغان ځواکونه لا تر اوسه له هغې سره آشنایي نه لري او په وینا یې که چیرې له متحده آیالاتو سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو د ځواکونو روزنه او تجهیزات به کم شي. هغه زیاتوي چې په دغسې یوه صورت کې به افغانستان له ۲۰۱۴م کال وروسته په دفاعي برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ په افغانستان کې د تخنیکي، لوژیستکي او محاربوي ملاتړ پرته نه شو کولای چې له ترهگرۍ سره په سم ډول مبارزه وکړو. همداشان د افغانستان له پاره به په دې شمیر کې د امنیتي ځواک ساتل هم گران وي. یوازینۍ د حل لاره دا ده، چې د نوي حکومت د رامنځ ته کیدو او د نوي ولسمشر د کار له پېل سره سم امنیتي تړون لاسلیک شي.»

نوموړې کارپوه په دې آند دی چې په دې سره به لږ تر لږه د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او د دښمن د پرله پسې مداخلې انديښنو ته رسیدگي وشي.