1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د طالبانو گواښ زموږ مانع کیدای نه شي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۲۴, دوشنبه

د طالبانو له خوا رسنیو او مدني بنسټونو ته تر گواښ وروسته، خبریالان او د رسنیو بنسټونه وایي چې د طالبانو دغسې گواښونه د رسنیو او مدني فعالیتونو مخه نيولای نه سي.

https://p.dw.com/p/1E4L1
انځور: DW

د طالبانو اړونده اعلامیه، په کابل کې د فرانسې پر کلتوري مرکز باندي تر برید یوه ورځ وروسته خپره شوه. په دغه اعلامیه کې رسنیو او مدني بنسټونو ته خبرداری ورکړل شوی وو، چې که د اسلامي ارزښتونو پر خلاف فعالیت وکړي، د برید هدف به وگرځي.

په کابل کې د فرانسې په کلتوري مرکز کې برید یو تن وواژه او۱۵ تنه نور ټپیان کړل. د احمد زبیر په نوم یو تن فلمبردار چې د چاودنې پر مهال د یوه کلتوري پروگرام په عکاسۍ بوخت وو، سخت ټپي شو او تر اوسه د کابل په یوه روغتون کې بستر دی.

خو مدني او رسنیزو بنسټونو د طالبانو د گواښ په غبرگون کې ویلي دي چې له خپلو فعالیتونو به لاس وا نه خلي. د نۍ، یا د رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتگر، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۵مه) په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل: «طالبان باید په دې پوهه شي، که څه هم په افغانستان کې د رسنیو د بنسټونو شمیر پراخ دی، خو یو غږ لري او که چیري وغواړي طالبان تحریم کړي، نو د طالبانو نوم به نور په افغانستان کې نه وي.»

په عین حال کې د افغانستان امنیتي نهادونو د مدني او رسنیزو بنسټونو مسئولانو ته ډاډ ورکړی دی چې د دغه بنسټونو امنیت تأمین دی او په وینا یې هڅه کیږي چې د رسنیو او مدني بنسټونو پر ودانیو د هر رنگه احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.

د خبریالانو غبرگون

هغه خبریالان چې په پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کې د جگړې، انفجار او نورو پیښو انځورونه او فلمونه جوړوي وایي چې دغسې گواښونه د هغوی د فعالیتونو مخه نه شي نیولای. د مسعود حسیني په نوم عکاس او خبریال وایې چې فرهنگ پالان له دغسې گواښونو ویره نه لري: «موږ تر اوسه مقاومت کړی دی او هر ورځ په مرگ گواښل کیږو، له دې وروسته هم نه ویریږو که شخصي وگواښل شو او که په ډله ییزه توگه.»

یو شمیر خبریالان وایي چې طالبان غواړي په دغسي گواښونو سره، عامه افکار تر خپل کنترول لاندې راولي او رسنیۍ وډاروي. د عبدالرحمان په نوم یو تن خبریال وویل: «طالبان غواړي چې عامه افکار تر تأثیر لاندي راولي او کله چې خلک له خوبه پاڅیږي، د انتحار او انفجار له یوه انځور سره ژوند پیل کړي. کله چې دغه پیښې رسنیزه بڼې غوره کړي، په حقیقت کې د وگړو رواني امنیت اخیستل کیږي.»

د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو گواښ کومه نوې خبره نه ده. لږ تر لږه دوه تنه افغان خبریالان د دغي ډلي له خوا په مسقیم ډول وژل شوي دي. اجمل نقش بندي او سلطان احمد منادي هغه دوه خبریالان ول چې د طالبانو له خوا ووژل شول او د هغوی وژل له غبرگونو او نیوکو سره مل ول.

د خبریالانو له پاره خونړی کال

له بلي خوا د نی، اداره وایي چې له خبریالانو سره د قتلونو او تاوتریخوالي رپوټونه ښيي چې ۲۰۱۴م کال د دوی له پاره تر ټولو خونړی کال وو. د دغه بنسټ د ارقامو له مخې په تیرو لسو کلونو کې ۴۷ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په وینا یې یوازي په روان میلادي کې اوه تنه خبریالان وژل شوي دي.

ښاغلي خلوتگر په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «سږ کال د خبریالانو له پاره خونړی کال وو. له بله اړخه د نورو کلونو په پرتله خبریالانو ښه کړی دی. کله چې وایو چې خونړی کال وو، تاسو پوهیږئ چې سږ کال اووه خبریالان وژل شوي دي.»

د نی مسئولان وایي چې خبریالانو ته له گواښونونو سره سره، هغوی په ۲۰۱۴م کال کې د ټاکنو په هکله د رپوټونو په ورکولو سره د معلومات د رسولو له پاره ډیر فعالیت کړی دی.