1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دیالوگ باید غوڅ نه شي»

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۲۸, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د آلمان صدراعظمه د روسیې پر ولسمشر غوصه ده، د هغې د بهرنیو چارو وزیر د کرملین له مشر سره په چلند کې د دیپلوماسۍ لاره نیولې ده. د سه شنبې له ورځې راهیسې هغه د کیف او مسکو تر منځ تگ او راتگ کوي.

https://p.dw.com/p/1DpXY
انځور: picture-alliance/dpa/S. Chirikov

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر هڅه کوي چې د اوکراین د کړکیچ له پاره د حل یوه لاره پیدا کړي. هغه د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۸مه) په مسکو او کیف کې د روسیې او د اوکراین له مشرانو سره پر دغې موضوع خبرې وکړې. مسکو ته له رسیدو سره شتاین مایر د نورو کړکیچونو په نړیوال سیاست کې د روسیې د مشرۍ د نقش اهمیت ته اشاره وکړه.

په دې اړه د بیلگې په توگه هغه له ایران سره د اتومې شخړې پر سر خبرو اترو او د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پر ضد گډې نړیوالې مبارزې څخه نوم واخیست چې مسکو په هغو کې څه مهم نقش لري. د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لومړۍ لیدنې کتنې وروسته شتاین مایر کیف ته ولاړ، خو هلته یې لا خبرې پای ته نه وې رسیدلې چې پرون ماښام بیرته د پوتین له خوا ورته بلنه ورکړل شوه.

«جدي او ښکاره خبرې»

د آلماني پلاوي له قوله ویل شوي دي چی د پوتین او شتاین مایر ترمنځ په ۷۵ دقیقه یي لیدنه کتنه کې «خبرې ډيري جدي او ښکاره» وې. د پلاوي د وینا له مخې د دغو خبرو اترو مهمه موضوع د اوکراین کړکیچ وو چې «څرنگه له هغه څخه د وتلو لاره وموندله شي او څرنگه د یوې نوې همکارۍ له پاره دراوزه پرانیستله شي.» د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د کرملین له مشر سره وروستي ځل د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې لیدلي وو. دا هغه وخت وو چې روسیې د کریمیا نیمه ټاپو د روسیې له خاورې سره گډ کړ.

د سه شنبې په ورځ شتاین مایر له پوتین سره تر لیدنې کتنې وروسته بیرته برلین ته ستون شو. د اوونې په پیل کې په استرآلیا کې د G-20 د سرمشریزې په څڼده کې د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د روسیې له ولسشمر سره پوره څلور ساعته ولیدل. خو پرته له دې چې هغوی د اوکراین د کړکیچ په هکله یوه رښتیني حل ته سره نزدي شي.

د آلمان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو شتاین مایر او سیرگي لاوروف په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې د اوکراین په ختیځ کې روان کړکیچ له مختلفو دریځونو سره ارزیابي کړ. آلماني وزیر «اروپايي سولې نظام ته د یوه رښتیني جدي کړکیچ» څخه خبره وکړه. له دې مخکې شتاین مایر اوکراین ته د سفر پر مهال د ولسمشر پېترو پوروشینکو سره له لیدنې کتنې وروسته د یوې «سترې پوځي مقابلې» د خطر خبرداری ورکړی وو.

د آلمان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران په مسکو کې یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کوي
د آلمان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران په مسکو کې یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کويانځور: picture alliance/AP Photo/I. Sekretarev

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د کړکیچ له ټولو اړخونو څخه وغوښتل چې هغوي ټول باید په سپتمبر کې د مېسنک د اوربند موافقو ته ژمن پاتي شي. په عین وخت کې شتاین مایر غوښتنه وکړه چې «اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې له اوکراین څخه بهر هم باید فکر وشي.» شتاین مایر وویل: «موږ په نړۍ کې اوس له یو شمیر نورو گواښونو سره مخامخ یو چې د حل لاره ورته پیدا کړو.»

د مېنسک د پروسې له پاره چانس

د لاروف د وینا له مخې روسیه چمتو ده چې د مېنسک پروسې ته، پرته له کوم «مخکني قید او شرط» څخه دوام ورکړي. په عین وخت کې هغه د کیف مشري تورنه کړه چې د مېسنک د اوربند موافقه یې له پښو لاندې کړې ده. د آلمان- روسیې، د اړیکو په هکله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د اختلافاتو سره سره چې موږ د اوکراین د کړکیچ د ارزولو په هکله یی لرو، مهمه دا ده چې زموږ ترمنځ دیالوگ غوڅ نه شي.»

لاروف هغې يوې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ چې د روسیې پر ولسمشر باندې د آلمان صدراعظمې د اوونې د پیل د نیوکو په هکله څه نظر لري. په عین وخت کې د اوکراین لومړي وزیر آرسیني یاڅینوک په یوې ناپلوې سیمی کې د مستقیمو خبرو اترو له پاره په روسیی غږ وکړ.

د انترفکس د خبري آژانس د رپوټ له مخې یاڅینوک ویلي دي: «اوس ټول مسایل د روسیې د ولسمشر او د هغه شا او خوا کسانو پورې اړه لري.» مسکو دغه وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي: د اوکراین مشري له روسیی سره نه بلکې د اوکراین په خیتځ کې له یاغیانو سره باید خبرې اترې وکړي.