1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوو وزارتونو ته نومول شوي له خپل دوهم تابعيته تير شول

حسين سيرت۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

د ولسي جرگې اداري هيئت ویلي دي چې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو له پاره نومول شوي وزيران له خپل دویم تابیعت څخه تیر شوي دي او په راتلونکو ورځو کې به ورته اجازه ورکړل شي چې خپل پلانونه ولسي جرگې ته وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/1EQdn
انځور: DW

ولسي جرگې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا اووه تنه وړانديز شوي وزیران د دوو تابیعتونو د لرلو له کبله رد کړي ول. له دغو اوو کسانو څخه دوه تنه یې له خپل دوهم تابیعته څخه تیر شوي دي او په دې ترتیب سره اوس پنځه تنه نومول شوي وزیران دوه گوني تابعیتونه لري.

د ولسي جرگې منشي عرفان الله عرفان، د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ښځو وزارت له پاره نومول شوې نجیبه ایوبي، په تحصیلي اسنادو کې د ستونزو له کبله د ولسي جرگې له خوا رد شوې ده. تر اوسه لا روښانه نه ده چې استازي به کله وزارتونو ته نومول شوو ته د اعتماد او یا هم نه اعتماد رایې ورکړي خو ویل شوي دي چې کیدای شي دغه بهیر د سه شنبې او یا هم چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

د پلان له مخي به هغه پنځه تنه نومول شوي چې خپلي برنامې یې ولسي جرگې ته نه دي وړاندې کړې د پالمان تر ژمنیو رخصتیو وروسته ولسي جرگې ته د اعتماد رایې اخیستلو له پاره ورشي.

استازو له هغو کسانو څخه چي وزارتونو ته نومول شوي دي، غوښتي دي چې داسې برنامي وړاندي کړي چې د پلي کولو له پاره یې بودجه موجوده وي. ډیرو استازو ویلي دي چې د نومول شوو د ډیرو پلانونو د عملي کولو له پاره کافي اندازه پیسې نشته او دا چې نومول شوي یوازي د اعتماد رایې ترلاسه کولو له پاره استازو ته ځیني پلانونه وړاندي کوي.

یوه استازي حاجي مهدوی په دې اړه وویل: «هر وزارت ته نومول شوی چې راځي ډیري لوړي ژمني کوي او وای چې یو کاروان به د ستني تر سوري تیر کړي. موږ د دغو له پاره بودجه نه لرو. نړیوالي مرستې هم بندي شوي دي. دوی د خپلو پلانونو له پاره پیسې له کومه کوي؟»

د دولت د عوایدو ډېرښت

دا په داسې حال کې ده چې د ترانسپورت وزارت له پاره نومول شوی فیض الله ذکي وايي چې ټولي برنامې یې د بودجې له مخې جوړي شوي دي. ذکي وویل چې په افغانستان کې به د الوتنو د مصئونیت له پاره کار وکړي: «موږ هڅه کوو چې د هوایي او ځمکني ترانسپورت عواید ډیر شي. په دې سره به وزارت پیسې ولري او و به کړای شي چې خپلي پروژې تمویل کړي.»

د فواید عامه وزارت له پاره نومول شوي عباس بصیر، بیا داسي یو پلان لري چې په ترڅ کې به یې واټونه جوړ شي او د افغانستان ولایتونه به سره ونښلوي. هغه وویل چې د پلان له پلي کیدو سره به یې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ زره کلیومتره سړکونه ډمبر شي. د دې پلان عملي کیدل ۳۰ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري چې په عملي توگه د افغان دولت له مالي توانه وتلی کار دی.

یو شمیر نور استازي بیا وایي چې د نومول شوو په معرفي کې تخصص په پام کې نه دی نیول شوی. د ولسي جرگې غړي رمضان بشري دوست، په دې اړه وویل: «د چاپیریال کارپوه د فواید عامې وزارت له پاره نومول شوی دی، د شرعیات کارپوه بیا د سرحداتو وزارت ته کاندید دی، د ځمکې پیژندني ماهر بیا د ترانسپورت وزارت له پاره نومول شوی دی. دا وضعیت وحشتناک دی او دوی باید زموږ وخت ضایع نه کړي.»