1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دولتي سفر د سرحدي لانجې تر سيوري لاندي

دويچه ويله/ احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۲۷, پنجشنبه

د چين دولتي مشر شي جينپينګ ته د هند د سفر په دويمه ورځ هم درناوی او سلامۍ وسوې. خو په عيني حال کي د چين او هند پر سرحد کي تشنج هم رامنځ ته سو.

https://p.dw.com/p/1DFFC
انځور: Reuters/A. Masood

د رسنيو د راپورونو له مخي خبري دې ته نژدې سوې وه چي د چين او هند پر سرحد تقريبا ۱۰۰۰ عسکر يو له بل سره مخامخ سي. زياته سوې ده چي چينايي عسکر د لاداخ په سيمه کي د هند و خاورې ته تر تقريبا ۵ کلومترو پوري ور ننوتل. ځايي رسنيو په خپلو خپرونو کي دغه پېښه له څو کالو راهيسي د چين او هند پر سرحد تر ټولو جدي پيښه وبلله.

خو اوس دواړو هيوادونو د دغې سيمي څخه خپل عسکر پر شا کړي دي. د چين د بهرنيو چارو لته خوا ويل سوي دي، چي د اغېزمنو خبرو اترو په نتيجه کي وضعه تر کنټرول لاندي راوستل سوه.

د هند لومړي وزير نريندر مودي د چين د دولتي مشر شي جينپينګ سره په ګډه خبري ناسته کي وويل چي د دواړو هيوادونو تر منځ سرحدي لانجې بايد حل کړل سي. د مودي په وينا دغه حل هغه وخت ممکن دی چي چين او هند د خپلمنځيو اړيکو په اصلي اهميت پوه سي.

دايمي سرحدي لانجې

د آسيا د ستري وچې دغه دوه هيوادونو له لسيزو راهيسي په کشمير او اروناچال پردېس په سيمو کي د خپلمنځي سرحد پر تعين لانجي سره لري. په ۱۹۶۲م کال د دواړو هيوادونو تر منځ په همالايا کي پر دغه موضوع جګړه هم رامنځ ته سوه چي چين وګټله. دواړه اړخونه دا مني چي د لانجې لامل دا دی چي دوی پر دې توافق ته نه سره رسيږي چي سرحدي ليکه چيري تېريږي.

د هند د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي يوازي په روان مېلادي کال کي دغه سرحد ۳۳۰ واري د چين له خوا عبور کړل سوی دی. ويل کيږي چي تازه تشنج له هغه وروسته داسي زيات سو کله چي دواړو هيوادونو په دغو سيمو کي د خپلو عسکرو شمېر زيات کړ.

د آرامۍ نخښي

د چين دولتي او ګوندي مشر شي جينپينګ چي د چينايي قواؤ تر ټولو لوړ قومندان هم دی، په عيني حال کي يې د هند د ولسمشر پرناب مُکرجي سره ملاقات وکړ. چيني مشر وويل چي غواړي د هند او چين تر منځ ستراتيژيکي او اقتصادي همکاري پراخي کړل سي.

نوموړي زياته کړه: «موږ يو د بل مدنيت ته احترام لرو او قدر يې کوو. دا ډېره مهمه ده چي موږ خپلمنځي احترام او ملګرتيا لا زياته ژوره کړو.»

شي جينپينګ وويل چي چين او هند دواړه ميلياردي نفوس لرونکي هيوادونه دي او که وغواړي په ګډه سره د ۲۱مې پېړۍ خدوخال تعينولای سي. هغه زياته کړه : «که چين او هند په يو ږغ خبره وکړي، نو ټوله نړۍ به ورته غوږ سي.»

چين او هند ۴۰۰۰ کلومتره ګډ سرحد لري او د دواړو هيوادونو نفوس د ټولي نړۍ د نفوس يو پر درېيمه برخه جوړوي. چين غواړي چي په راتلونکې کي له خپلو ګاونډيانو سره خپلي اقتصادي اړيکي لا پراخي کړي.

په ممبۍ کي د چين قونسل و هندۍ ورځپاڼي «ټايمز آف انډيا» ته ويلي دي چي چين غواړي د هند په اقتصاد کي د ۱۰۰ ميلياردو ډالرو پانګونه وکړي.