1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې میلیونه افغان ماشومان له گواښ سره مخامخ دي

خلیل الرحمان امید۱۳۹۳ آذر ۲, یکشنبه

افغان چارواکي وایي چې اوس هم په دې هیواد کې درې میلیونه ماشومان تر گواښونو لاندې ژوند کوي. هغوی د ملي یووالي حکومت پر مشرانو او پارلمان باندې غږ کوي چې د ماشومان د وضعیت ښه کولو له پاره ځانگړې بودجه وټاکي.

https://p.dw.com/p/1DrrD
انځور: Reza/webistan.com

په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ۲۵مې کلیزې په لمانځغونډه کې د یکشنبې په ورځ وویل شول چې دغه هیواد اوس د ماشومانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ هیواد دی.

د غونډې گډونوالو پر افغان حکومت باندې غږ وکړ چې د ماشومانو د وضعې د ښه کیدو په موخه په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي. د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال واصل نور مهمند، په دې غونډه کې وویل چې که څه هم په وروستیو کلونو کې د افغان ماشومانو له پاره یو څه کار شوی دی، خو د هغه په خبره اوس هم ډیر کار ته اړتیا شته.

مهمند وویل: «موږ په تیرو اتو یا نهو کلونو کې درې نیم میلیونه ماشومان د خپلو پروگرامونو تر پوښښ لاندې راوستي دي او هغوی ته مو د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې ده خو اوس هم درې میلیونه افغان ماشومان تر ګواښ لاندې دي.»

پر دې سربیره د مهمند په خبره اوس هم ۱.۲ میلیونه ماشومان درانه کارونه کوي او ۶۰،۵ سلنه نور افغان ماشومان بیا سمو او یا هم کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې مهمند وویل چې په تیرو کلونو کې په زرهاو ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر شوي دي، د لسهاو زرو مالي ملاتړ شوی دی. د دغه افغان چارواکي په خبره همدا اوس ۲۳۰۰ افغان ماشومان په وړکتونونو او‌ ۱۳۰۰۰ په روزنتونونو کې تر پالنې لاندې دي. مهمند وویل چې پر دې سربیره د ۸۴۰۰۰ کارګرو ماشومانو ملاتړ هم شوی دی.

د ماشومانو له پاره ځانګړې بودیجه

د ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وویل سره له دې چې په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا افغان حکومت ته ویل شوي وو چې د ماشومانو له پاره ځانګړې بودجه وټاکي خو تر اوسه پورې دغه کار نه دی شوی. هغه پر پارلمان باندې غږ وکړ چې په ملي بودجه کې د ماشومانو له پاره یوه ځانګړې برخه وټاکي.

په غوڼډه کې د بشري حقونو د کمیسیون اجرایوي مشر موسی محمودي، له نوي حکومت څخه وغوښتل چې ماشومانو ته خپله توجه ډیر کړي. هغه وویل: «موږ هیله لرو چې د ملي یوالي حکومت به د ماشومانو موضوع په خپلو کاري لمړیتوبونو کې راولي او د هغوی له‌ پاره هر اړخیز او داسې پروګرامونه په پام کې ونیسي چې په ټول هیواد کې یې پلي کیدل شوني وي.»

د ماشومانو د حقونو کنوانسیون ۱۹۱ هیوادونو منلی دی. افغانستان هم په ۱۹۹۴ کال کې دغه کنوانسیون منلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب