1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دجرمن وینگز د قربانیانو د کورنیوسره عاجلي مرستي کیږي

محمد قاسم نوري ، آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۸, شنبه

د فرانسې د الپ په غرونو کي د جرمن وینگز تر سقوط وروسته د لوفټانزا هوايی شرکت د الوتکي دقربانیانو د کورنیو سره د مالي کومک وعده کړې ده .دکولون په کلیسا کي به د ویردولتی مراسم تر سره سي ،

https://p.dw.com/p/1EyoO
انځور: Reuters/E. Gaillard

د جرمني د لوفټانزا هوايی شرکت هغه څه ته پیسې ورکوي ،چي قیمت یې هیڅ نسی تعینیدلای : د فرانسې د الپ په غرونو کي د جرمن وینگز طیارې تر سقوط وروسته به د قربانیانو پاته کسان عاجل مالي کومک پلاس راوړی . د جرمن وینگز اصلي شرکت لوفټانزا یوې ویاندې د المانۍ ورځپاڼي «ټاگس شپیگل»هغه رپوټ تاييد کړی دی ، چي پر اساس یې د هر قرباني مسافر پر سر ۵۰۰۰۰ یورو ورکول کیږي .

په کولون کي د ویر او غم مراسم

د کولون د ډوم په نامه کلیسا کي به د اپریل پر ۱۷د قربانیانو دپاره عبادت تر سره او دولتي د ویر او غم مراسم تر سره سي . په دغو مراسمو کي به د المان د جمهوررييس یواخیم گاوک او صدراعظمي انگیلا میرکل تر څنگ د فرانسې ، هسپانیې او نورو هغو هيوادونو نمایندگان هم برخه واخلي ، د کومو څخه چی په طیاره کی یې مسافرین وژل سوي دي. لکه څنگه چي د نورراین وسټفالن د ایالت حکومتي ویاند توماس برویشټېډ الماني خبري آژانس ته ویلي دي ، په کلیسا کي به د عامو خلگو دپاره هم ددې امکانات رامنځته سی ، چي د ویر په مراسمو کي گډون وکړي .

د جسدونو ځیني برخی پیدا سوي دي

په فرانسه کي د طیارې د سقوط د ځای سره نژدې، جرمن وینگز د قربانیانو د خپلوانو د پالنی دپاره یو مرکز جوړ کړی دی . سربیره پردې به د فرانسې د الپ په غرونو کي د قربانیانو د جسدونو راکښلو ته ادامه ورکول سي . دغه پلټني تیره شپه قطع سوي وې .تر اوسه پوری د سلو کسانو جسدونه راایستل سوي دي . خو په محل کي دجنايی تخنیک یوه غړي پاتریک تورون وویل ، چي «موږ تر اوسه پوري یو کامل جسدهم نه دی پیداکړی . » سربیره پردې د طیارې په دوهم تور بکس پسي هم سختي پلټنی رواني دي .دغه توربکس کیدلای سی، د جرمن وینگز طیارې د سقوط د پيښی په باب نور جزییات هم روښانه کړي .

مرستیال پیلوټ خپله ناروغي پټه کړې وه

د بلي خوا دجمعې په ورځ معلومه سوه ، چي د سقوط ورکول سوي طیارې مرستیال پیلوټ اندریاس اَیل مخکي تر پرواز د خپلي مریضی په هکله معلومات پټ کړي وه . پولیسو او څارانوالانو ددغه ۲۷ کلن په کور کی څیري سوي داسی اسناد پیدا کړي دي ، چي پر اساس یې په هغه ورځ دی مریض لیکل سوی ؤ او بایدکار ته نه وای تللی . د جرمني ددوسلدورف پوهنتوني کلینیک هم تایید کړې ده ، چي اندریاس ایل ددوی مریض ؤ .
په همدې حال کی الماني هوايی شرکتونو ددغي پيښي په مقابل کي چټک عکس العمل ښوولی دی او فیصله یې کړې ده ، چي د همداوس څخه به نور د طیارې په کابین کی هیڅ پیلوټ یوازی نه پاتیږي .