1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داکټر عبدالله: د رایو تفتیش بایلونکی نه لري

حسین سیرت۱۳۹۳ تیر ۲۶, پنجشنبه

عبدالله عبدالله وایي چې د جان کیري په منځگړیتوب له اشرف غني سره د هغه د خبرو اترو په پایله کې پر یوه تخنیکي او یو سیاسي هوکړه لیک باندې موافقه شوې ده. د دغو توافقونو له مخې ټولې رایې تفتیش او د ملي یووالي حکومت جوړیږي.

https://p.dw.com/p/1CeZd
انځور: S.Marai/AFP/GettyImages

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وویل چې سیاسي تړون هغه وخت پلي کیږي چې تر تفتیش وروسته د ټاکنو پایلې اعلان شي. هغه زیاته کړه: «دواړو اړخونو دا اړتیا احساس کړه چې تر تفتیش وروسته رامنځ ته کیدونکی وضعیت باید د دواړو تیمونو له پاره د بریا وضعیت وي نه دا چې داسې یو وضعیت وي چې یو تیم بریالی او بل بایلونکی.»

د سیاسي تړون له مخې هغه نوماند چې ټاکنې گټي د افغانستان د ولسمشر په توگه ټاکل کیږي او بایلونکی نوماند بیا د حکومت اجرائیوي رییس ټاکل کیږي.

لا تر اوسه پورې د دې په هکله ډیر جزئیات نه دي خپاره شوي چې اجرائیه وي رییس به کومې چارې پر مخ وړي او صلاحیتونه به یې څه وي. تر دې مخکې اشرف غني احمدزي ژمنه کړې وه چې دغه دنده به احمد ضیا مسعود ته وسپاري.
ډاکټر عبدالله روښانه کړه چې د ملي یووالي حکومت د جوړیدو وړاندیز د دواړو نوماندانو له خوا شوی دی. هغه د نقدو پیسو د تبادلې په اړه رپوټونه رد کړل او ټینگار یې وکړ چې د مذاکراتو پر مهال د پیسو خبره نه وه شوې.

عبدلله وویل چې د همکاریو حدود او چوکاټونه مشخص شوي دي: «هر ډله چې اوله رایه ولري او هر ډله چې دویمه رایه ولري، د همکاریو چوکاټ مشخص شوی دی. هیله لرو چې دواړه اړخونه د سیاسي همکاریو پر تړون باندې عمل وکړي.»
عبدالله زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت جوړیدل یوه اړتیا ده او په هغه کې «د افغانستان د خلکو خیر» دی.

د رایو د تفتیش د پیلیدو هرکلی

عبدالله د رایو د نقتیش د بهیر تر پیلیدو څو دقیقې وروسته په خبري کنفرانس کې څرگند شو. هغه وویل چې څارونکي یې د دې بهیر څارنه کوي. د عبدالله په حواله د هغه او اشرف غني تر منځ د تړون تر ټولو مهمه موضوع د پاکو او ناپاکو رایو بېلېدل دي.

عبداله دا خبره هم په ډاگه کړه چې اوس هم د شوي توافق د پلي کیدو د څرنگوالي په اړه اندیښنې موجودې دي: «د تفتیش د لایحې د پلي کیدو د څرنگوالي په اړه اوس هم اندیښنې موجودې دي. په داسې حال کې چې تفتیش پیلیږي، موږ په دې اړه په مذاکراتو بوخت یو چې څرنگه کولای شو تر ټولو ښه تفتیش وکړو ترڅو له خلکو سره د تفتیش په اړه پوښتنې پیدا نه شي چې ایا د هغوی حق خو نه دی تلف شوی.»

ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ د همکارۍ ښه روحیه موجوده ده. نوموړي وویل چې د هغه په خبره د عادلانه تفتیش په برخه کې جدي دی.

دواړه ټاکنیزې ډلې د ټاکنو د کمیسیون د دارانشأ ادارې په اړه هم یوې موافقې ته رسیدلې دي چې له مخې به یې د دواړو یو استازی د دې ادارې پر چارو څارنه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب