1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دانفورد: له افغانستانه د وتلو نیټه باید نه وای اعلان شوې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۷, جمعه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي امریکایي قوماندان جنرال جو دانفورد، د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکایي پوځي چارواکي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نیټې د اعلانیدو پلوي نه وو.

https://p.dw.com/p/1Cesa
انځور: Reuters

دانفورد د امریکا متحده ایالاتو د سنا یوې غونډې ته په دې اړه معلومات ورکړل چې ایا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نیټې اعلان په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو پر مورال باندې اغیزه کړې ده او که نه. هغه وویل: «زه فکر کووم چې د افغانانو په گډون ټولو پوځیانو دا غوره گڼله چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نیټه تر یوه حده پورې مبهمه وي.»

سپینې ماڼې د روان کال په مې میاشت کې اعلان وکړ چې که د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شي نو د همدې کال تر پای وروسته به په افغانستان کې یوازې ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري پاتې شي. سپینې ماڼۍ همداراز ويلي دي چې دغه ځواکونه به بیا تر ۲۰۱۶ کال پورې نور هم راکم شي او په پای کې به یوازې په یو محدود شمیر امریکایي ځواکونه د خپلو سیاسي نمایندگيو د امنیت ټینگولو په موخه میشت وي.

دانفورد په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې هغه داسې کوم پوځي قوماندان نه پیژني چې ولسمشر اوباما ته یې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتیرو د ایستلو مشوره ورکړي وي. هغه زیاته کړه: «زه فکر کووم چې موږ اوس هم تر ۲۰۱۷ کال وروسته په افغانستان کې د یو شمیر سرتیرو د ساتلو تصمیم لرو. خو زه داسې کوم څوک نه پیژنم چې د ټولو سرتیرو د ایستلو مشوره یې ورکړې وي.»

دانفورد ټینگار کړی دی چې هر پوځی غواړي په سیمه کې د خپلو سرتیرو د شمیر په اړه پریکړه د شرایطو په پام کې نیولو سره وکړي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، پخپله افغان امنیتي ځواکونو د خپل هیواد مسوولیتونه پر غاړه اخلي. په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان او نړیوالو ځواکونو باندې خپل بریدونه ډیر کړې دي. په روانه اوونۍ کې د پکتیکا په ارگون ولسوالۍ کې یوه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل. د پنجشنبې په ورځ هم یاغیانو د کابل پر هوایي ډگر باندې برید وکړ چې د مرگ ژوبلې په رامنځ ته کولو و نه توانیدل.

دانفورد په خپلو خبرو کې وویل چې که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې پرمختگونه کړې دي، خو ښايي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره و نه توانیږي چې په یوازیتوب د یاغیانو پر ضد عملیات په لاره واچوي.

دې امریکایي جنرال زیاته کړه: «په دې کې شک نه شته چې اوسني افغان ځواکونه، د هغه شان عملیاتو چې موږ یې په لاره اچوو تر څو یاغیانو تر فشار لاندې راشي، د په لاره اچولو توان نه لري.» دانفورد دا خبره هم وکړه چې که یاغیان تر ۲۰۱۷ کال وروسته هم د اوس پر څیر گواښ رامنځ ته کړي نو افغان ځواکونه به یې پر ضد د عملیاتو وړتیا و نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب