1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په عراق او سوريه کي د اسلامي خلافت اعلان کړی

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

د «عراق او شام اسلامي دولت» په نوم ترهگري ډلي د عراق د ځينو ښارونو تر نيولو وروسته د يوه «اسلامي خلافت» د جوړيدو اعلان وکړ او ټول مسلمانان يي مکلف وگڼل چي د دغه خلافت امير ته دي تابعيت وکړي.

https://p.dw.com/p/1CSXN
انځور: Reuters

داعش وسله والي ډلي په عراق کې تر خپل پرمختگ درې اوونۍ وروسته په يوه ويديويي پيغام کي چي د تويتر انترنتي خدماتو له خوا خپور شوی دی، د يو«اسلامي خلافت» اعلان کړی دی. د دغي ډلي يوه وياند ابو محمد الادناني په دغه ويدويي پيغام کي ويلي دي:

«د دغه خلافت د واکمنۍ لمن به د سوريي په شمال کي د حلب له سيمي څخه د عراق په ختيځ کي تر دجلي پوري اوږده شي.» دا هغه سيمي دي چي دغو افراطيانو په تيرو اونيو کي په دواړو هيوادونو کي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.

د «اسلامي دولت» په نامه بدلون

الادناني وويل: «د خلافت د تأسيس له پاره د نوموړي سازمان د شورا په يوه غونډه کي پريکړه وشوه.» د هغه د وينا له مخي دغي ډلي سمدلاسه خپل نوم له داعش يعني «په عراق او شام کي اسلامي دولت» څخه يوازي «اسلامي دولت» ته اړولی دی.

هغه په تويتر کي دا هم وويل چي د خلافت تأسيس په حقيقت کي د هر «مسلمان او د هر جهادي» غوښتنه ده.

ويل شوي دي چي د دغه «اسلامي دولت» لومړی «خليفه» د داعش اوسني مشر، ابوبکر البغدادي دی. الادناني په خپل ويدويي پيغام کي وويل چي د «ټولو مسلمانانو له پاره لازمه ده چي د هغه تابعيت وکړي.»

د داعش ډلي پلويان
انځور: Reuters

خلافت د حکومتوالي يو ډير لرغوني سيستم دی، چي د اسلام د پيغمبر تر مړيني وروسته رامنځ ته شو. خليفه په حقيقت کي د پيغمبر ځای نيونکي ته وايي. د اوومي او ۱۶مېلادي پېړۍ په اوږدو کي خلافت د خونړي اخ و ډب شاهد وو.

وروستی خلافت په ۱۹۲۴م کال کي د ترکيي حکومت له خوا د عثماني دولت تر نسکورېدو وروسته له مينځه يوړل شو.

داچي د داعش ډله څرنگه دغه اعلان شوي خلافت ته عملي بڼه ورکوي، تراوسه لا روښانه نه ده. په دې هکله سمدلاسه دقيق معلومات نه شته چي د عراق د تکريت ښار د چا په لاس کي دی. عيني شاهدان وايي چي د عراق پوځ له دغه ښار څخه تر يوې کچي بيرته پر شا شوی دی.

داسي رپوټونه هم شته چي عراقي سرتيرو د داعش يو گن شمير سرتيري وژلي دي. د عراق د پوځ يو وياند، قسيم عطا وويل: «موږ د تکريت پوهنتون ټوله ساحه تر خپل کنترول لاندي لرو، دا تقريباً۸۰ زره متر مربع ساحه ده، په ډيرو ودانيو کي د عراق بيرغ رپيږي.»

د «بغداد پر لور مارش»

د عراق له حکومت سره اوس روسيه پوځي مرسته کوي. د رپوټونو له مخي عراق ته ځيني روسي مستعملي جنگي الوتکي رسيدلي دي. د تکريت په جنوب ۲۰۰ کيلومترۍ کي د عراق پلازمېنه بغداد پروت دی.

امنيتي ځواکونو د بغداد چاپير ټينگ امنيتي کمربندونه جوړ کړي دي. د داعش ترهگري ډلي چي په تيرو اونيو کي د عراق په شمال او لوېديځ کي ځيني سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي، غواړي چي د بغداد پر لور پرمختگ وکړي.