1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش په افغانستان کي څلور کمپونه جوړ کړي»

انترفکس/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړی استازی وايي چي د روان کال تر پايه پوري به افراطي ډله «اسلامي دولت» افغانستان ته ستر گواښ وي. دغه ډلي اوس په دغه هيواد کي څلور ستر کمپونه جوړ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FDRV
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Medyan Dairieh

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف له انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي «د روان کال تر پايه پوري به افراطي ډله اسلامي دولت افغانستان ته ستر گواښ وي، او په راتلونکي کال به يو ستر خطر وي.»

هغه ويلي دي چي په تيرو څو مياشتو کي دغي ډلي په افغانستان کي خپلي منگولي سختي ټينگي کړي دي: «اسلامي دولت ډله له څو مياشتو راهيسي په افغانستان کي د جنگياليو په جلب و جذب بوخته ده. زموږ د معلوماتو له مخي دغي ډلي اوس په افغانستان کي د روزني څلور پاخه کمپونه جوړ کړي دي چي جنگيالي پکښي راټولوي.»

دغه روسي ديپلومات ويلي دي، دی په نظر دئ چي اسلامي دولت ډله به په افغانستان کي له طالب جنگياليو سره جنگ ونه کړه، بلکي د دې تلاښ کوي چي هغوی خپلي خوا ته جذب کړي او تر «تور بيرغ» لاندي ئې راولي.

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړی استازی دا امکان هم نه ردوي چي د افغانستان په ځينو سيمو کي به د اسلامي دولت ډلي او طالب جنگياليو ترمنځ نښتي وسي.

هغه ويلي دي: «زه دا امکان نه ردوم چي د افغانستان په ځينو سيمو کي وضعيت ډېر ستونزمن او د درو اړخونو ترمنځ جنگ و نه سي. په دې صورت کي به افغان امنيتي ځواک ته د سا کښلو وخت وي. خو زه فکر نه کوم چي د اسلامي دولت ډلي او طالبانو ترمنځ شخړه دي پر عمومي وضعيت باندي تاثير وکړي.»

کابلوف له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي زياته کړې ده: «خو که اسلامي دولت ډله په دې وتوانيږي چي طالبان د ځان تابع کړي، بيا به افغان حکومت له يوې سختي ستونزي سره مخامخ سي.»

کابلوف ويلي دي چي اسلامي دولت ډله تر طالبانو ډېر مالي امکانات لري او کولای سي په افغانستان که خپلو جنگياليو ته د طالبانو په پرتله دوه يا درې چنده پيسې ورکړي «چي په دې کار سره کيدای سي ډير طالب جنگيالي دوی ته ورسي.»

هغه زياته کړه ده په ځانگړې توگه هغه طالبان چي د کډوالو په کمپونو کي را لوی سوي يا يتيمان دي او د وطن پرستی احساسات ور سره ډېر لږ دي او يوازي د یوه اسلامي خلافت اساس ورسره سته، کيدای سي چي له اسلامي دولت ډلي سره يو ځای سي.

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ويلي دي چي دې ټولو ټکو ته په کتو سره «له بده مرغه چي وضعيت د افراطي ډلي اسلامي دولت په گټه روان دئ.»