1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش: له کبيره گناهو ځان ساتو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

له اسيرو ښځو او نجونو سره د «اسلامي دولت» ډلي زورزياتی چي نړيوالو سازمانونو سختي نيوکي باندي کړي بله بڼه غوره کړې. داعش له ايزدۍ اسيرو ښځو سره جنسي اړيکي د شرعي احکامو له اصولو سره سم له فحشا څخه پرهيز کول توجيه کړي.

https://p.dw.com/p/1FVhO
انځور: DW/R. Erlich

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس نزدې ۳۰۰۰ انسانان چي ډير ئې ښځي او نجوني دي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره اسيران دي. داعش دغه اسيران جنگي غنيمتونه بولي او خپل ځان د هغوی اختيار لرونکي گڼي.

دغه اسيري ښځي او نجوني، سربيره پر دې چي د خپلو اختيار لرونکو له پاره بايد ډوډۍ تياره کړي، د هغوی د جنسي اړتياوو قربانۍ هم دي. هغه ښځي چي له دغي افراطي ډلي څخه يا تښتېدلي يا په پيسو آزادي سوي دي، وايي چي دغه تروريستي ډله سخت سيستماتيک جنسي آزار کوي. دغو ښځو او نجونو ويلي دي چي داعشيانو دوی خرڅولې يا ئې په اجاره ورکولې.

اوس دا دئ دغه افراطه ډله وايي چي د شرعي احکامو له مخي له مينځو سره د مجردو جنگياليو جنسي اړيکي مجاز دي.

د «اسلامي دولت» ډلي ويبپاڼي په وروستي تبليغاتي مطلب کي ليکل سوي دي «د مينځو په توگه د ايزدۍ ښځو نيول، په خپله د هغوی [ايزدۍ ښځو] په نفع دي نه د مينځو د صاحبانو په گټه!»

افراطي ډله «اسلامي دولت» پوهيږي چي له ښځو او نجونو سره زورزياتی حتی د دوی د يو شمېر پلويانو له پاره لا د منلو نه دی، ځکه نو اوس غواړي چي دغه کار د شرعي اصولو له مخي توجيه کړي.

داعش وايي چي د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو يوازي د «خدای له غوښتني» سره عمل کړی دئ، ځکه چي فحشا کبيره گناه ده.

څو مياشتي دمخه هم د «داعش د فتوای شورا» په يوه توضيح المسائل کي له هغو نابالغه نجونو سره چي د مينځو په شان ساتل کيږي د فيزیکي زورزياتي په اړه بحث سوی وو.

به دغه توضيح المسائل کي له يوې مينځي سره د جنسي اړيکو په اړه پوښتي په جواب کي ويل سوي ول: «بلې. خدای فرمايلي دي چي د عقيده لرونکو نجونو پت او عزت خوندي دی او خپل ژوند ته وفاداره پاتيږي، خو ستاسي مينځي په دغه برخه کي نه راځي.»

د دغه بحث په يوه بله برخه کي ويل سوي ول چي کولای سئ له اسيرو ښځو سره بيده سئ، خو په يوه شرط چي اسيره پېغله وي «که نه نو بايد وکتل سي چي اميدواره نه وي.»

ملگرو ملتونو د روان کال په پسرلي کي د داعش له خوا له ايزدۍ ښځو سره د سيستماتيک تيري په اړه راپور خپور کړ. دغه راپور له په زرونو ښځو او نجونو سره جنسي زورزياتی او د هغوی خرڅلاو له «نسل وژني» سره پرتله کړ.