1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لادرکه سپرلیو د ژغورنې هیلې په کمیدو دي

مسعود جهش (AP, Reuters, dpa)۱۳۹۳ فروردین ۲۸, پنجشنبه

په سویلي کوریا کې د ډوبې شوې کښتې د ۲۹۰ تنو لا درکه سپرلیو د موندلو هیلې نورې هم کمې شوې دي. د لید د ساحې محدودیت او د اوبو پیاوړي جریان د لادرکه کسانو د موندلو چارې لا پسې ستونزمنې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1Bjyf
انځور: Reuters

تر اوسه پورې د دغې کښتې د ډوبیدو په پیښه کې نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په کښتۍ کې ډیر شمیر د ښوونځي زده کوونکي سپاره ول چې غوښتل یې د جوجو ټاپو ته د تفریح له پاره سفر وکړي. د دغو زده کوونکو والدینو پر حکومت باندې تور لگولی دی چې د ژغورنې د عملیاتو په ترسره کولو کې یې سستي کړې ده. لا تر اوسه پورې هم د کښتۍ د ډوبیدو لامل روښانه نه دی.

په دې کښتۍ کې ټول ټال ۴۷۵ کسان سپاره ول چې له ډلې څخه یې تر اوسه پورې یوازې ۱۷۹ تنه ژغورل شوي دي. ژغورل شویو کسانو ویلي دي چې هغوی تر پیښې مخکې «له کوم شي سره د کښتۍ د لگیدو غږ» واورید. د دغو کسانو په خبره تر دې وروسته کښتۍ ډیر ژر کږه شوه چې له کبله یې ډیر کسان په تیښته و نه توانیدل. چارواکو ویلي دي چې د کښتۍ کپان هم له پیښې ژوندی وتلی دی او اوس ورسره خبرې روانې دي.

کله چې د جنوبي کوریا لومړۍ وزیره د پیښې سیمې ته ولاړه د لادرکه کسانو خپلوانو او د کورنۍ غړو پر هغې باندې نیوکې وکړې چې حکومت باید لا ډیر کسان د ژغورنې د عملیاتو له پاره استولي وای.

حکومتي چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ به د پیښې سیمې ته درې کرینونه ورسیږي. د کښتۍ د ډوبیدو په ځای کې د اوبو عمق ۳۷ متره دی.

خبري آژانسونو ویلي دي چې د اوبو پر پیاوړي جریان سربیره هم په سلهاو کسان د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دی. ډوبه شوې کښتۍ په ۱۹۹۴ کال کې په جاپان کې جوړه شوې چې د ۹۰۰ کسانو، ۱۸۰ موټرو او ۱۵۲ کانتینرونو د لیږدولو وړتیا یې لرله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب