1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په کښتۍ کي عام وژنه

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

د مدیترانې په سمندرگي کې د کډوالو په کښتۍ کې یوه دردونکې پیښه رامنځ ته شوې ده. دغه کښتۍ چې د ایټاليا پر لور روانه وه، تر سلو زیات انسانان پکښې وژل شوي دي. د ایټاليا پولیسو پنځه شکمن کسان نیولي دي.

https://p.dw.com/p/1CiPH
انځور: picture alliance / ROPI

د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې پر پنځو کسانو باندي تور لگول شوی دی چې د کډوالو په یوه کښتۍ کې چې د سمندر له لاري د ایټاليا پر لور روانه وه په صراحت یو قتل عام تر سره کړی دی. د دغو پنځو کسانو عمرونه د ۲۱ او ۳۲ کلونو تر منځ ښوول شوي دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغو کسانو تر سلو زیات انسانان اوبو ته غورځولي دي. زیاته شوې ده چې اوبو ته تر ورغورځولو د مخه یو شمیر کسان په چړو هم وهل شوي دي.

د ایټاليا او مالتا هیواد سمندري ځواکونو د جولای میاشتې پر ۱۹مه نېټه د لامپېدوسا ټاپو ته څیرمه د غیر قانوني کډوالو په یوه کښتۍ کې ۵۶۰ انسانان وژغورل. د دغي بېړۍ په لاندنۍ برخه کې په ظاهري توگه د عملې له لوري د قفل کړل شوو ۲۹ تنو جسدونه هم موندل شوي دي. ویل کیږي چې دغه کسان د سختي گرمۍ او یا هم د بیړۍ د ماشین د لوگي له کبله مړه شوي دي. په وژل شوو کسانو کې یو کوچنی ماشوم هم شامل دی.

په تر حده زیاتي ډکي کښتۍ کې لانجه

عیني شاهدانو بیا وروسته د سیسلیا د مېسینا په بندري ښار کې پولیسو ته ویلي دي چې د دغي بېړۍ په لاندنې برخه کې قفل کړل شوي کډوال د سختي گرمۍ او د ځای د کمي له کبله له وارخطایي سره مخامخ شول او د بیړۍ دباندي برخي ته د ورتگ دروازه یې ماته کړه او پر برج باندي یې هجوم وروړ. زیاته شوې ده چې هلته له یوه بل گروپ سره د دې پوښتني پر سر لانجه رامنځ ته شوه چې له ستونزو سره سره خپل سفر ته ادامه ورکړي او که بیرته د تونس پر لور وگرځي.

د اټکل له مخې د بیړۍ د ډوبیدو د مخنیوي په موخه له بیړۍ څخه نژدې پنځوس انسانان اوبو ته وراچول شوي او ۶۰ تنه نور په چړو باندي تر وهلو وروسته بیا سمندر ته غورځول شوي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې په نیول شوو شکمنو کسانو کې یو سوریایي، دوه مراکشیان یو فلسطینی او د يو هم د سعودي عربستان وگړی شامل دی. رپوټونه زیاتوي چې د دغو کسانو له ډلي څخه درو تنو د تښیتدو نیت درلود او د مایلنډ پر لور د تگ له پاره یې د سروس ټکټونه هم په جیبونو کې لرل.

د انسانانو قاچاقبر نیول شوی دی

د دوشنبې په ورځ درې تنه قاچاقبران نیول شوي دي چې په ظاهري توگه یې د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره څه نه ول کړي. ویل کیږي چې په کښتۍ کې سپاره زیاتره کسان د سوریې هیواد ول. د ايټاليا د «انسا» په نوم خبري آژانس د رپوټ له مخې قاچاقبرانو له هغو عربي کډوالو څخه چې د کښتۍ په باندنۍ برخه کې ول له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالرو او د بېړۍ په لاندنۍ برخه کې د بار وړولو په کوټو کې له افریقايي کډوالو څخه له ۲۵۰ تر ۵۰۰ ډالر اخیستي ول.

د دوبي د آرام موسم له کبله د کډوالو شمیر چې ایټالیې ته د راتگ له پاره ډیره خطرناکه لار غوره کوي، په وروستیو وختونو کې پکښې ډیروالی راغلی دی. یوازي په تیرو ورځو کې د ایټاليا سمندري ځواکونو شاوخوا ۱۸۰۰ انسانان په بېړیو کې نیولي دي. په روان میلادي کال کې تر اوسه ایټاليا ته د راتلونکو کډوالو شمیر ۸۰۰۰۰ کسانو ته رسیدلی دی چې د ۲۰۱۱م کال په پرتله څرگند ډیروالی ښيي. په دغه کال کې د ۶۳ زره کډوالو راتگ یو ریکارډ بلل شوی وو.

د ایټاليا سمندري ځواکونه له میاشتو راهیسي د (Mare Nostrum) په نوم عملیاتو په چوکاټ کې د مدیترانې سمندرگي څارنه کوي. دغه ماموریت له هغه وروسته پیل شو چې تیر کال اروپا ته د راتگ په هڅه کې ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ایټالیا او همداشان هغه اروپایي هیوادونه چې د مدیترانې سمندرگي پر غاړه پراته داسي احساس کوي چې د کډوالو د مخ پر زیاتیدونکي هجوم پر وړاندي د اروپايي ټولني د نورو هیوادونو له خوا یوازي پریښوول شوي دي.