1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار دولتي او غير دولتي رياستونو ته په يوه ساحه کي ودانۍ جوړيږي

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

په کندهار کي د ۴۱ نظامي او ملکي رياستونو ترڅنگ د کونسلگريو او غير دولتي مؤسيساتو له پاره پر ٢٨٠ جريبه مځکه بېلا بېلي ودانۍ جوړيږي.اوس دولتي او غير دولتي موسيسات او رياستونه د ښار په بېلا بيلو برخو کي موجود دي.

https://p.dw.com/p/1CgES
انځور: DW/M. Ibrahim

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسئول زمرى څرګند وايي چي دغه مځکه يې د عينو مېني په ښار گوټي کي د ښار جوړولو رياست له خوا ورته په نخښه سوې ده.

څرګند وايي، رياستونو، موسيساتو او ديپلوماتيکو څانگو ته يې مکتوبونه لېږلي دي، څو له دوى سره په تماس کي سي او د ودانولو چاري يې ژر پيل کړي: «دغه ودانۍ د يوولسمي ناحيې په عينو مېنه کي ټولو رياستونو ته ودانيږي. دا ټولي ودانۍ د ښار جوړولو او کندهار ښاروالۍ له خوا ودانيږي. د کونسلگريو او ديپلوماټيکو څانګو له پاره هم په دې ساحه کي ځاى معلوم سوی دی.»

د کندهار عام اوسيدونکي هم په دې اړه خوښي څرگندوي او وايي، چي د يادو څانگو په يوه سيمه کي په جوړېدو سره به يې ستړياوي لږ او کارونه به يې گړندي سي.

د ښاريانو په قول، اوس ځيني رياستونه د ښار په يوه څنډه کي او نوري څانگي بيا د ښار په بله څنډه کي موقيعت لري. دوى وايي، د خپلو قانوني چارو د سرته رسولو له پاره يې ډېر وخت ضايع کيږي: «موږ په دې ډېر خوښ يو، ځکه اوس يو رياست د ښار په يو کونج کي او بل بيا په بله برخه کي دى، چي کله وغواړو له يو رياست څخه بل ته ولاړسو، نو زموږ ډېر وخت ضايع کيږي او داسي لاهم سوي دي، چي د يوې ورځي کار مو بلې ورځي ته ځنډېدلى دى.»

څرګند وايي په ياده سيمه کي به ټولي څانګي له يوې خوا د خلکو د اسانۍ، منظم ښاري چاپيريال او د ښه امنيت له پاره هم لاري چاري سنجول سوي دي.

نوموړي له ټولو دولتي او غير دولتي څانگو هيله کوي، چي په دې اړه ورسره همکاري و کړي، چي ډېر ژر په نخښه سوې سيمه کي د ټولو څانگو له پاره له ماسټرپلان سره سم ودانۍ وداني کړي: «له ټولو څانگو مو هيله داده، چي په دې اړه راسره همکاري وکړي، څو ژر تر ژره د ودانولو چاري راپيل کړو. په دې سره به خلگو ته ډېره اساني او د امنيت په خوندي کولو کي به يې هم ستونزي راکمي سي.»

د کندهار په تاريخ کي دا لومړى وار دى، چي ټولو دولتي او غير دولتي څانگو ته په يوه ساحه کي د منظم پلان له مخي عصري ودانۍ جوړيږي. ښاريان وايي، د بيا رغووني په موخه، چي هره خښته ايښوول کيږي، ښه خبره ده، ليکن کيفيت ته پام کول تر هرڅه اړين دي.