1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د قربانيانو د کورنيو د غړو غوښتنه رد سوه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

د کندز په بمباريو کي د قربانيانو د کورنيو صورت دعوا رد سوه. د قربانيانو د کورنيو دوو غړو په آلمان کي د دغه هيواد له دفاع وزارت څخه د جبران خسارت غوښتنه کړې وه. خو د دوی وکيلان وايي چي خپله غوښتنه تر اروپايي محکمې ورسوي.

https://p.dw.com/p/1FIME
انځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۴ نېټه په شمال کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ډگروال گيورگ کلان وروسته له هغه د تيلو پر دوو ټانکرو باندي د بمبار امر ورکړ چي وسله والو طالبانو تښتولي ول.

وروسته بيا دغه ټانکرونه په يوه وچ رود کي بند سول چي ويل کيږي ملکي وگړو تيل ځني ايستل او بمبار باندي وسو. دغه رود د ناټو د کرارگاه څخه اوه کيلومتره فاصله لرله.

د ۲۰۱۳م کال په دسمبر مياشت کي د آلمان د بن ښار سيمه ييزي محکمې په بمباريو کي د قربانيانو د کورنيو د دوو غړو چي يو بزگر او بله مېرمنه ده د جبران خسارت غوښتنه رد کړه.

دغو دواړو د آلمان له دفاع وزارت څخه د ۹۰ زرو يورو تاوان غوښتنه کړې وه.

په کندز د قربانيانو د کورنیو وکيلانو کريم پوپل او پيتر ديرليدر بيا د کولن ښار په سيمه ييزي عالي محکمه کي داقامه دعوه وکړه. اوس د دغي محکمې قاضیانو هم دغه غوښتنه رد کړې ده خو وکيلانو ته ئې اجازه ورکړې ده چي د دغي محکمې د پريکړي په اړه د بيا غور کولو غوښتنه وکړي.

وکيل ديرليدر دويچه ويله ته وويل: «موږ د بن محکمه دمخه لا تورنه کړې ده چي شواهد يې ژور نه دي ملاحظه کړي.» هغه ويلي دي چي دی او همکار پوپل ئې د سيمه ييزي محکمو له پريکړو څخه خوشحاله نه دي.

هغه ويلي دي: «کلاين په خطا او غفلت سره د بمبار امر ورکړی دی. که اړتيا وه، موږ به اروپايي ټولني د بشري حقونو محکمې ته دغه قضيه وړاندي کړو. هغوی شايد د آلمان تر محکمو خپلواک قضاوت وکړي.»

د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چي د سيمه ييزي عالي محکمې له پريکړو څخه راضي دي.