1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز جګړې سل زره کسان بیځایه کړي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۹, شنبه

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د وروستیو جګړو له کبله لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰ کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FNIG
انځور: Reuters/O. Sobhani

په کندز ولایت کې جګړه د اپریل میاشتې پر ۲۴مه نیټه پیل شوه. تر دې نیټې وروسته کندز ته په زرهاو اضافي افغان امنیتي ځواکونه واستول شول ترڅو پر دې ولایت باندې برید کوونکي یاغیان پر شا وتنبوي.

پر کندز ولایت باندې د طالبانو تر برید وروسته، چارواکو ویره لرله چې د دې ولایت مرکز، د کندز ښار به د یاغیانو لاس ته ولویږي خو امنیتي چارواکي اوس ډاډ ورکوي چې د دې ولایت ډیرې برخې بیرته د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه ویاند منس نای برګ، ویلي دي چې په کندز کې د جګړې له پیلیدو راهیسې ۱۵۰۰۰ کورنیو خپل نومونه د مرستو ترلاسه کولو له پاره ثبت کړي دي. دغو کورنیو د جګړو له کبله د کندز ولایت په لیریو پرتو سیمو کې خپل کورونه پریښي او ښار ته کډه شوي دي.

نای برګ زیاته کړې ده چې ډیر شمیر نور کسان بیا د خپلو کرونو تر پریښودو وروسته د کندز ښار پر ځای نورو سیمو ته کډه شوي دي. هغه ویلي دي: «موږ یوازې هغو بیځایه شویو کسانو ته په مستقیمه توګه لاسرسی لرو چې د کندز ښار ته راځي.»

طالبان خپل سږني پسرلني عملیات له کندز ولایت څخه پیل کړل. دغې ډلې سږ کال د خپلې جګړې لمن د افغانستان شمال ته هم غځولې ده.

له بلې خوا د پکتیا ولایت د امنیې قوماندان جنرال زلمي اوریاخیل، د شنبې په ورځ وویل چې وسله والو کسانو د دې ولایت په ځاځی اریوب ولسوالۍ کې د کرکیټ پر یوې لوبې باندې ډزې وکړې چې په پایله کې یې یو تن پولیس او یو ملکي ووژل شو. پر دې سربیره په پیښه کې پنځه تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

تر دې پیښې وروسته وسله والو کسانو یو شمیر ملکي وګړي برمته کړل چې تر یوې مودې وروسته یې بیا له درو تنو پرته نور ټول بیرته آزاد کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب