1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرکیټ نړیوال جام افغانستان ته راوړل کیږي

سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲۱, جمعه

د شنبې په ورځ د ۲۰۱۵ کال د کرکیټ نړیوال جام د لومړي ځل له پاره افغانستان ته راوړل کیږي. دغه کپ تر لوبو مخکې ټولو هغو هیوادونو ته وړل کیږي چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په سیالیو کې گډون کوي.

https://p.dw.com/p/1DBU1
انځور: Fotolia/S.White

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د کرکیټ نړیوال جام د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۱۳مه) افغانستان ته راوړل کیږي. د افغانستان د کرکیټ بورد ویاند فرید هوتک له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه کپ به د افغانستان پر وخت د ماسپښین پر ۱۲ نیمو بجو د کابل هوایي ډگر ته راورسیږي.

فرید هوتک په خپلو خبرو کې له هیوادوالو څخه وغوښتل چې د دغه کپ هرکلي ته ورشي: «له خپلو هیوادوالو غواړو چې د دغه کپ هرکلي ته راشي، څو نړیوالو ته معلومه شي چې افغانان له کرکیټ سره مینه لري او کرکیټ په دغه هیواد کې وده کړې ده.»

په پام کې چې د ۲۰۱۵ کال د کرکیټ د پنځوس اووریزو نړیوال جام سیالۍ په آسترالیا او نیوزیلند کې تر سره شي. دا لومړی وار دی چې افغانستان هم په دغو سیالیو کې برخه اخلي. هوتک وویل: «د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره په نړیوال جام کې لوبیږي. دا پخپله ډیره لویه خبره ده. اوس مهال زموږ پر لوبډله کار روان دی. په بېلابېلو برخو کې تمرینات په لار اچول شوي دي. زموږ لوبډله پیاوړې لوبډله ده او که خدای کول نو په نړیوال جام کې به ښه وځلیږي.»

افغان لوبډله به ښه وځلیږي

هوتک روښانه کړه چې په لوبډله کې د پخوا په پرتله مثبت بدلون راغلی دی. د هوتک په وینا د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې نوی روزونکی اندريو مولز، له لوبغاړو سره په بېلابېلو فزیکي او همداشان تخنیکي برخو کې کې کار کوي: «د افغانستان لوبډله به په نړیوال جام کې په بېل تصویر کې ولیدل شي او ډیرې ښې لاس ته راوړنې به ولري.»

اندریو مولز څو ورځې تر مخه د افغانستان د کرکیټ د لوبډلې د روزونکي په توگه دنده پېل کړه. تر دې دمخه کبیر خان چې په خټه پاکستانی دی، د افغانستان د کرکیټ د لوبډلې روزونکی وو او ویل کیږي چې په تیرو څو کلونو کې یې د افغان لوبډلو په بریاوو کې نقش لاره. کابو دوه اوونۍ مخکې کبیر خان له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د فرید هوتک په وینا انډریو مولز هم پیاوړی روزونکی دی او د نړیوالو لوبډلو سره ډیر بلدیت لري، لوبغاړي له نزدي پیژني او د لوبډلې له پاره به گټور تمام شي.