1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانکور آزمويني پايلي اعلان سوې

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

تر اونیو ځنډ وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د سه شنبې په ورځ د سږ کال د کانکور پایلې اعلان کړې. په دې ازموینه کې د ښوونځي ۲۲۵ زره فارغانو گډون کړی وو خو له دې ډلي څخه یوازي ۱۱۰ زره کامیاب شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Bdxp
انځور: Getty Images

له بلخ ولایت څخه شهره د عبدالواحد لور د ۳۵۲.۶۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور اول نمره شوې ده او د کابل طب پوهنتون ته کامیابه شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو وویل چې د ښوونځیو ۵۵ زره فارغان د لوړو زده کړو موسسو او ۵۵ زره بیا د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته کامیاب شوي دي.

د دې وزارت په خبره ۲۵ زره نور فارغان به په خصوصي پوهتونونو کې جذب شي. د کانکور د داوطلبانو له ډلي څخه د لوړو زده کړو په موسسو کې د لږ شمیر جذبیدل تل په افغانستان کې تر نیوکو لاندي راغلي دي.

د کانکور سږنۍ آزمویني یو شمیر جدي ستونزي هم لرلې. په هرات ولایت کې یوه ورځ مخکې له دې چې د کانکور آزمونیه واخیستل شي، د سوالونو ځوابونه د زده کوونکو لاس ته ورغلي ول. له همدې کبله بیا په هرات کې د کانکور آزموینه لغو شوه.

په عین حال کې په لوگر ولایت کې بیا د متنفذانو د مداخلې له کبله ټولي پاڼي په اوبو کې اچول شوي وې. د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ویلي ول چې د لوگر ولایت درغلۍ باید کابل ته نه وايي لیږدول شوي، ځکه په ولایت کې د کانکور د آزمویني پر مهال د درغلیو کچه ډیره لوړه وه.

له بلي خوا بیا سږ کال د کانکور تر ۱۰۰ زرو ډیر داوطلبان ناکامه شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت ویلي دي چې سږ کال څوک «بې نتیجه» نه دي او هغو زده کوونکو چې تر۵۰ لږ نمري وړي دي ناکامه شوي دي.