1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «کاسا ۱۰۰۰» پروژې لاسلیک وځنډېد

حسين سيرت۱۳۹۳ مرداد ۲۶, یکشنبه

افغان چارواکي وايي چي په پلان کي وه د «کاسا ۱۰۰۰» په نوم د برېښنا د انتقال پروژې تړون د افغانستان، پاکستان او تاجيکستان ترمنځ په اگست مياشت کي لاسلیک سي، خو په پاکستاني کي سياسي ناآرامۍ يې خنډ سوې.

https://p.dw.com/p/1Cw2d
انځور: cc-by:Matti Frisk-nc-sa

کاسا زر، هغه پروژه ده چي له تاجيکستان او قرغزستان څخه زر مېگاواټه برېښنا د افغانستان له لاري پاکستان ته انتقالوي. د افغانستان د «برېښنا شرکت» چارواکي وايي چي په پلان کي ده دغه قرارداد به تر دوو اونيو ځنډ وروسته په سپتمبر مياشت کي لاسليک سي.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره ۱۳۰۰ مېگاواټه برېښنا افغانستان ته وارديږي، چي زر مېگاواټه به ئې پاکستان ته انتقاليږي او ۳۰۰ مېگاواټه به ئې په افغانستان کي مصرفيږي.

د افغانستان د برېښا شرکت تجارتي رئيس ميرويس عالمي د يکشنې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «د دغي پروژې تجارتي سندونه تيار دي او په پلان کي وه چي په اگست مياشت کي لاسليک سي، خو هغه سياسي ستونزي چي پاکستان لرلې هغوی ونه سوای کولای چي په دغه سفر کي گډون وکړي. ځکه نو د دغه قرارداد لاسليک د ستمبر مياشتي تر اولي اونۍ پوري وځنډېد.»

کاسا ۱۰۰، لومړۍ پروژه ده چي د افغانستان له لاري د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د انرژې سوداگرۍ ته لاري هواروي. افغانستان هيله من دئ چي دغه پروژه به د منځنۍ او جنوبي آسيا هيوادونو ترمنځ د سترو پروژوې پيل وي.

د دغي برېښنا د انتقال مزي به د شېرخان بندر له لاري کندز له هغه ځايه بغلان او وروسته به له پنجشېر څخه د افغانستان د ختيځو ولايتونو له لاري پاکستان ته ورسيږي.

په پلان کي ده چي افغانستان ته به هر کال د دغي برېښنا د ترانزيت په خاطر له ۳۵ څخه تر ۴۰ ميليونو ډالرو پوري ورکړل سي. تاجيکستان کولای سي چي په کال کي يوازي پنځه مياشتي پاکستان ته برېښنا ورکړي. افغانستان تلاښ کوي چي د کال په نورو مياشتو کي له ازبکستان او ترکمنستان هيوادونو څخه پاکستان ته برېښنا ورسوي، څو د ترانزيت عايد يې ډېر سي.

عالمي وويل چي د قرارداد د لاسليکولو د ځنډېدو يو علت دا دئ چي هر څوک تلاښ کوي چي په دغه پروژه کي خپلي گټي په پام کي ونيسي: «موږ بايد دا امکان ولرو چي د ترکمنستان برېښنا پاکستان ته ورکړو او د ترانزيت [حق] ترلاسه کړو. دغه کار مو په هغوی قبول کړی دئ. د ځنډ سبب هم دغه دئ، چي څلور سره هيوادونه کوښښ کوي خپلي گټي په پام کي ونيسي.»

د برېښنا پروژو اصلي خنډ نا امني

د افغانستان په سلو کي ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده چي له گاونډيو هيوادونو ازبکستان، تاجيکستان او ترکمنستان څخه وارديږي. يوازي شل سلنه برېښنا په دغه هیواد کي له بندونو څخه توليديږي.

اوس په پکتيا کي د مچغلو په نيمروز کي د کمال خان او په هرات کي د سلما بند د جوړولو چاري رواني دي. خو د ناامنيو له کبله يې کارونه ځنډني او ډېر گران دي.

د برېښنا شرکت مسئولان وايي چي د کجکې برېښنا هغه کېبل چي لښکرگاه ته برېښنا رسوي يوازي په ۱۳۹۲ کال کي ۲۰۰۰ واري قطع سوی دئ.

افغانستان په پلان کي لري چي له ازبکستان هيواد څخه ۳۰۰ مېگاواټه برېښنا نوره هم رانيسي او له کابل څخه يې غزنې، زابل او کندهار ولايتونو ته انتقال کړي.