1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښووني او روزني په برخه کې له افغانستان سره د آلمان مرستي

رضا شېر محمدي/هاجره حرکت۱۳۹۳ آذر ۱۸, سه‌شنبه

آلمان تیر ۱۳ کلونi په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ډیري مرستي کړي دي. آلماني مرستندویه سازمانونو په دې موده کې د افغانانو له پاره تر ۲۰۰۰ زیات ښوونځي جوړ کړي او پولیسو ته یې د سواد زده کړي پروژې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1E1Fd
انځور: S.Maria/AFP/GettyImages

آلمان له افغانستان سره يو له سترو مرستدويو هیوادونو څخه دی. د افغانستان د ماليې وزرات وایي چې آلمان په نړیواله کچه له افغانستان سره د درو سترو مرسته کوونکو هيوادونو په ډله کي دی. ویل کیږي چې آلمان له ۲۰۰۲ کال راهيسی له افغانستان سره تر دوو ميلياردو ډالرو زياتي مرستي کړي دي.

کابل ته د برلین مرستي به د روان کال تر پایه پوري له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم دوام ومومي. آلمان ژمنه کړې ده چې د ۲۰۱۶ ميلادی کال تر پايه پوري له افغانستان سره هر کال ۴۳۰ ميلونه ډالر مرستې وکړي.

د دغو مرستو له جملې څخه به ۲۴۵ میلیونه یورو د آلمان د پرمختیايي همکاريو د وزارت او پاتې به یې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په افغانستان کې ولگول شي. دغه ټولي مرستې به له افغان حکومت سره په همغږۍ په بیلابیلو پروژو کې مصرف شي.

د افغانستان د ماليې وزارت د نړیوالو مرستو هم غږي کوونکي مصطفي اریا، له دویچه ویله سره په مرکه کې ټینگار وکړ چې که نړیوال مرستې له افغان حکومت سره په همغږۍ کې ولگول شي نو اغیزمنتیا به یې لوړه شي. هغه زیاته کړه: «مهه موضوع دا ده چې دغه پيسې پر کومو پروګرامونو باندي لګول کيږي. د مرستو د اغیزمنتوب له نظره هغه مرستې اغیزمني وي چې د افغانستان له حکومت سره په همغږي کې ولګول شي.»

تر اوسه پوري آلمان د خپلو مرستو یوازي ديرش سلنه برخه د افغانستان د حکومت د ملي بودجې له لاري لگولې ده خو په راتلونکې کې به د افغان حکومت د ملي بودجې له لاري د آلماني مرستو د مصرف کچه نوره هم لوړه شي.

۴۴۰۰۰ پوليس باسواده شوي دي

د آلمان د پرمختیايي مرستو ادارې یا (GIZ) په افغانستان کې د پولیسو د اصلاحاتو پروژه هم پر مخ وړي. دغه آلماني موسسه بې سواده او یا کم سواده افغان پولیسو ته د سواد د زده کړي پروژې وړاندي کوي، ورته د هغوی د دندو او مسئولیتونو په اړه معلومات ورکوي، څو له خلکو سره ئې په چلن کې ښه والی راشي.

د «جي آی زید» د سواد د زده کړي پروژې مسئول مصطفی احمدي، په دې اړه وایي: «په لومړي سر کې دغه پروګرام د افغانستان په شمال کی پیل شو او بيا د افغانستان لويديځي او سویلې حوزې ته هم وغځید. دغه پروګرام به د افغانستان ختیځ ته هم ورسیږي.»

د دغه پروگرام په ترڅ کې تر ۴۴۰۰۰ زیات بې سواده پولیسو لیک لوست زده کړی دی. احمدي وايي: «اوس د جي آی زید روزنيز پروګرام په چوکاټ کې هره ورځ تر ۲۷۰۰ پوليسو زيات د سواد په زده کړه بوخت دي.

پر دې سربیره موږ نور پروګرامونه هم لرو چې هغه د پوليسو، څارنوالانو او قاضيانو سره د همغږۍ له مخې عملي کوو. موږ دغه پروګرامونه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پلي کړي دي، چې زر تنه پوليسو، څارنوالانو او قاضيانو پکې برخه اخيستې وه.»

د پوليسو روزنه
د پوليسو روزنهانځور: ISAF Handout